مقاله

اساسی ستونزه د خپلواکې اندیښنې نشتوالی دی

هغوې چی د ټولنېزو مسلو د قطعی او مطلق حل مدعیان دی غولونکې او خطرناک دی

انسان او اندیښنه

غواړم په لنډه توگه د انسان او اندیښنې په هکله یو څه وړاندی کړم. انسان د نورو حیواناتو په شان د طبعیت برخه او یو بیولوژیکې موجود دی. یوشمېر حیوانات هم انسان ته په ورته شان دنیا ته راځې او د ژنیتک په برخه کی له ٩٠٪ زیات انسان ته ورته والی لرې. خو پوښتنه داده انسان څه ډول وکولای شول چی له ټولو نورو حیواناتو ځان را جلا کړ او څه شی له دی جلاکړون سره مرسته وکړه؟ ددې پوښتنې د ځواب له پاره به د Theodosius Dobzhansky خبرې را واخلم. هغه وایې: «بیولوژې به هېڅ معنې ونه لرې که د Evolutionteori په رڼا کی ورته ونه کتل شی» ټولې بیولوژیکې پدیدې د Evolution پایلې دې. که انسان د اندیښنې خاوند دی، خو اندیښنه په خپل وار سره انسانیت جوړونکې ده. انسان په طبعیت او د طبعیت د ناخوالو په ضد له اندیښنې پرته بله وسیله نه لرې.

انسان په طبعیت د مټو په زور غلبه نه کوی، بلکی انسان د تودوخې، سړو. سیلابونو، زلزلو، توفانونو، ناروغیو… په وړاندی د اندیښنې په زور مقاومت او په هغوې د غلبې لارې او وسیلې پیدا کوی. همدارنگه انسان د غاښونو، منگلو، شکرونو، زهرو، زور… په ځای د اندیښنې او کار په برکت له طبعیت ځان را جلا کړ، ټولنېز ژوند یې پېل کړ، فرهنگ یې ایجاد کړ، د وسیلو جوړول یې پېل کړل، او ټولنه یې جوړه کړه. انسان یوازی د طبعیت محصول نه، بلکې تر ډېرې اندازې د ټولنې او ټولنېزو اړیکو محصول دی. په بل عبارت انسان په خپله د ټولنېزو اړیکو مجموعه ده. که انسان له طبعیت څخه جلا شوی نه وای اراده او د تصمیم نیولو او پریکړې کولو وړتیا به یې هم نه درلوده. ځکه طبعیت نه اراده لرې او نه د پریکړې کولو وړتیا ور سره شته دی. دلته هر څه ساده او تکراریدونکې بڼه لرې. انسان ددې له پاره له طبعیت  را جلا شو تر څو د خپلې ارادې خاوند شی، تر څو د خپل عقل او شعور په بنیاد عمل وکړې، تر څو په خپل برخلیک او په خپل ژوند واکمن شی. تر څو د خپلې اندیښنې او کار په وسیله ځان ته یو ټولنېز چاپېریال جوړ او له نورو سره په گډه د ناخوالو او گواښونو په وړاندی مقاومت او په هغوې غلبه وکړې. انسان د ودې اوتکامل دا لاره په یوه شپه نه دی وهلې. دې ودې په زرگونو او په سلگونو زره کالنو … نیولې دې.

انسان د طبعیت ډېرکمزورې موجود دی. فکر ورته وکړې چی انسان له پیدا کیدو وروسته څومره ورو وده کوی او څومره د هرې ناخوالې په وړاندی کمزورې ښیې. یو ماشوم له اوږدې مودې وروسته په پشو درېږې او بیا کالونه تېرېږې ترڅو د ځان ساتلو او ځان بسیا کولو وړتیا پیدا کړې. خوپه طبعیت کی نور حیوانات ډېره چټکه وده کوی، ډېر ژر په پښو درېږې، ډېر ژر د ځان ساتلو او د ځان د دفاع کولو وړتیا پیدا کوی او همدارنگه په چټکې سره د غذا پیدا کولو له پاره چمتو کېږې. انسان نه یوازی د طبعیت په وړاندی، بلکې په طبعیت کی د حیواناتو په وړاندې هم کمزوری دی. د بیلگو په توگه انسان د مار د زهرو په وړاندی، د زمری او لیوه د غاښونو او پنجو په وړاندی، د سخوندرو د شکرونو په وړاندی … کمزورې ښیې، هغه څه چی انسان ددې گواښونو په وړاندی ساتې او ورباندی غلبه کوی اندیښنه او تفکر دی.

داندیښنې ازادی اود زده کړې خپلواکې

 د اندیښنې او فکر ازادی نه یوازی متفکرینو ته ددې وس ورکوی چی نوې اندیښنې او نوی فکرونو ایجاد کړې ،بلکې ټول هغوې چی په فکرکولو عادت کېږې کولای شی نوې اندیښنې او نوی فکرونه را منځ ته کړې. د فکر کولو له عادت مطلب دادی چی انسان له ایدیولوژیگانو، تقلید کولو او پېروی کولو د ژغورولو وس او مېړانه ولرې او په خپله فکرې ټمبلې باندی غلبه وکړې. سره ددې چی موږ هېڅ نه دی کړی، خو په فکری لحاظ ځانونه سخت ستړېا احساس کوو او ډېر ژر عصبې کېږو دا حالت د یوې ټولنېزې او تارېخې فکری ټمبلې او په فکری برخه کی په کورنۍ او ټولنه کی د کمزورې او یا نه روزنې پایلې دې. ټول د فکرکولو او د خپل عقل د په کار اچولو وړتیا لرې، خو ستونزه د “مېړانې نشتوالی” دی.

زده کړه انسان ددې هڅوې چی د اندیښنې په کولو او په خپله په فکر کولو عادت شی او نوې اندیښنې او فکرونه ایجاد کړې. انسان د زده کړې په برکت ځان پیدا کوی تر څو د نورو له پاره د وسیلې په توگه استعمال نشی. تر څو نور له هغه د یوې وسیلې په توگه کار وانخلې. ترڅو له هغه ژوندی بم جوړ نه شی.

له پاره ددې چی انسانان خپلواک وروزل شی. له پاره ددې چی زده کړه د انسان د اندیښنې او کار له ودې او پرمختگ سره مرسته وکړې باید خپلواکه وی. په بل عبارت زده کړه له هر ډول مذهبې او نه مذهبې ایدیولوژې څخه خپلواکه شی. کیمیا. بیولوژی، فزیک.حساب، طب، حقوق، اقتصاد، سیاست … خپلواک علوم دی او یوازی په خپلواکه توگه زده کیدای او موثریت تر لاسه کولای شی. په ځانگړې توگه ټولنېز علوم دخپلواکې تر څنگ له تبعیض او کرکې هم خلاص وی. په دی علومو کی نه باید ددې او هغه ټولنېز گروپ برترې تعریف شی. ټولنېز علوم نه باید د “اصیل” ، “برتر” او “موږ تر ټولو ښه او سپېڅېلې یو” د زده کړې او روزنې ډگر وی. دا ډوله زده کړه او روزنه د نورو په وړاندی منفی ذهنیت او کرکه منځ ته راوړې. ددې او هغه ټولنېز یا مذهبې گروپ او یا ډلې د “اصلیت”، “برترې” په بنیاد زده کړه د انسانې حقونو، انسانې آرزښتونو او د انسان په هکله د بشری حقونو د نړیوالې اعلامېی مخالف کاردی. د زده کړې د خپلواکې له منځه وړل د انسان او د ټولنې د خپلواکې له منځه وړل دی. د ټولنې خپلواکې د هر ځانگړی وگړی په خپلواکې کی دی. د زده کړې د خپلواکې د له منځه وړلو معنې دادی چی انسانان همیشه پیشوا، رهبر او امېر ته ضرورت لرې او انسانان د همیشه له پاره د گلو، رمو او پادو په شان رهبری شی.

د زده کړې په هکله به دکانت چلند او خېرې را یادې کړم. کانت د روزنې او زده کړې په کار کی په کلکه ددې مخالف وو چی انسانان په چوکات شوې توگه له پخوا څخه د جوړ شویو وچو او نه بدلیدونکو معیارې اصولو په اساس وروزل شی. هغه همدارنگه په کلکه د زده کړې او روزنې په کارکی د کورکورانه او کلک انضباط مخالفت کاوه. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقیقت کی د انسان د عقل او خرد له روزلوعبارت دی، کوم چی له ازاد انتخاب پرته نه تر لاسه کېږې. کانت وایې: “د انسان علم دوه خواوې لرې: حس او فهم. حس د علم موضوع ده او فهم د عقل په یارې هغه په علم بدلوې. علم او عقل په تجربه او آزمایش تکیه کې ….”

“حس” د پېږندنې پېل دی، نه پېږندنه. د بیلگې په توگه تاسو د خپلې سینې په چپ لور کی درد حس کوې، خو نه پوهېږې چی نوموړې درد ولې پیدا شوی او لامل یې څه دی؟ اوس د درد د لامل د پیدا کولو ضرورت منځ ته راځې، کوم ته چی “حس” نه ځواب ورکولای شی او نه یې د پېږندلو جوگه دی. د درد د لامل د پېږندنې لاره له پوښتنو، شکونو او آزمایښونو تېرېږې. ډاکتر نه یوازی له تاسو پوښتنې کوی، بلکې شکونه هم ورسره شته دی: ډاکتر شک لری چی دا به د زړه ناروغې وی، دا به دکومې عضلې درد وی … له پوښتنو او شکونو ورسته د څېړنو او ازمایښونو وار راسېږې، کوم چی د عقل او علم پوسیله تر سره کېږې.

په انسانې ټولنه کی پرمختگ هغه وخت پېل شو چی “اندیښنه ازاده” او “زده کړه خپلواکه” شوه. ورته وگورې دا لویې او درنې طیارې هوا ته د کرامتونو په ځای، له زرگونو آزمایښونو، زرگونوشکونو، زرگونوتردیدونو او د زرگونو تېروتنو له منلو او سمولو وروسته د اندیښنې او تفکر په برکت فضا ته پورته کېږې.

په ننۍ نړۍ کی تر لوی ځواک پوهنه ده او دا ځواک د زده کړې پوسیله تر لاسه کیدای شی. د پوهنې ځواک په خپلواکې او په همیشنی بدلون کی دی. د پوهنې ځواک په “ولې” ، “شک” ، “تردید” او “ازمایښ” کی دی. په نړۍ کی نه یوازی د یوه او دو هیوادونو، بلکې د ډېرو هیوادونو تجربې ښیې چی پرمختگ هغه وخت پېل شو چی زده کړه او پوهنه خپلواکه شوه.

ماشومان ددې له پاره ښوونځی ته استول کېږې چی ذهنونه یې روښانه شی او د خپل عقل او خرد د په کار اچولو سره ددې وړتیا پیدا کړې چی ترڅو ځان، دنیا او د دنیا واقعیتونه وپېږنې او ټولنې ته هم عقل او پوهنه راوړې او د واقعیتونو، ستونزو، ناخوالو، نابرابریو او حالاتو په هکله پوښتنې، شکونه او تردیدونه را پورته کړې. د زده کړې اساسی موخه داده چی ماشومان د سبا له پاره چمتوشی. د زده کړې موخه داده چی د یوه ځانگړی وگړی استعدادونه او ابتکارونه و غوړېږې. د زده کړې موخه داده چی ماشومان نورو ته د درناوی او احترام کولوپه روحیه وروزل شی او په تېره بیا د گلوبالېزم په شرایطو کی، چېرې چی بری او ماتې، وروسته پاتی والی او پرمختگ د علم او تکنولوژې په برخو کی په سیالیو پوری تړلی دی. سبا به بریالې هیوادونه هغوې وې چی د خپلو ماشومانو له پاره یې له کرکې او تبعیض خالې پراخ او پرمختلونکی امکانات برابر کړې دې.

له بده مرغه په افغانستان کی تر همدې دمه پوری د زده کړې د وژلو او د اندیښنې اخستلو او ځپلو هڅې پېاوړې پاتې کېږې او هغوې چی له ځانه او زمانې بیگانه دی. دا ډول هڅې د فرهنگ او په تېره بیا د مذهب په نومونو تر سره کوی. له انسان د اندیښنې د خپلواکې اخستل، له انسان د انسانیت، د ارادې او د شخصیت اخستلو په معنې هم دی او دا د انسان او د هغه په وړاندی نه بښونکی جنایت دی.

انسان د معدې تر څنگ ذهن اوعقل هم لرې، کوم چی د معدې په شان تغذیه کولو ته اړتیا لرې. داندیښنې ازادې او د پوهې خپلواکې دی چی ذهن او عقل ته غذا ورکوې. د انسانانو د ذهن او عقل ایسارول او له هغوې د پوهې حق اخستل په انسانانو کی ماخولیایې حالت منځ ته راوړې، چېرې انسان له دنیا او ژوندمخ گرزوې، چېرې چی انسان له ځانه او ټولنې بیگانه کېږې، چېرې چی انسان هیلې او امیدونه له لاسه ورکوی او چېرې چی انسان ته د بې ارزښتې او یوازیتوب پېاوړی احساس پیدا کېږې. دا د انسان له پاره ډېر ناوړه روانې حالت دی. همدارنگه دا د انسان څېره او د هغه بیولوژیکې جوړښت نه دی چی د هغه چلند، تلنو او کړو ته لوری ورکوی، بلکی دا د هغه روانې حالت دی چی د هغه د چلندونو او تلنو لوری ټاکې.

ننیو واقعیتونو ته په پرون کی تعریف او حل نه پیدا کېږې

افغانستان له ډېرو او رنگارنگ ستونزو سره مخامخ دی. دا ستونزې څوگونې او اوږد تارېخ او ژورې ریشې لرې. دلته له پېړیو را پاتې ستونزې نه یوازی حل شوې نه دی، بلکې پېږندل شوې هم نه دې. له موږ سره له ډېرې پخوا دا تفکر مل دی چی له یوې خوا ستونزو ته سر ټیټ کړو، د نصیب او تقدیر په نومونو یې قبولې کړو، د خپل برخلیک نه جلاکیدونکی برخه یې وبولو او له بلې خوا د شته ستونزو ملامتې په بل چا وروغورزو. دا ډول چلند نه یوازی د خپلې ټمبلې د پټولو هڅه ده، بلکې له مسؤلیت څخه د ژغورلو هڅه هم شمېرل کېږې. موږ تر اوسه ددې وس هم نه دی موندلی چی ستونزې وچڼو او وگورو چی د ستونزو په اوږده او پېجېلی ځنځېر کی اصلی کړۍ چېرې ده. په بل عبارت فکر وکړو چی په ستونزو کی اصلې ستونزه کومه ده. د اصلې ستونزې یا د اصلې کړۍ په پیدا کولو سره ددې عملی امکان منځ ته راځې چی د پیښو لوری درک او د حل سمه لاره هم پیدا شی.

بله نیمگړتیا دادی په ځای ددی چی په خپله فکر وکړو او د ستونزو حل را وباسو خوښېږې مو چی دحل لارې د نورو په فکرونو، د نورو فارمولونو او په پرونی جوړشویو حکمونو کی ولټوو. د بیلگې په توگه که پرون موږ له ستونزو سره مخامخ کیدو، بې له دی چی په خپله فکر وکړو، او بې له دی چی له خپل خرد او عقل کار واخلو، بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چی هغه په دی هکله څه ویلې. د ستونزو په حل کی دی ډول تقلید په موږ دومره غلبه کړې وه چی په خپله فکر کول را هېر شوی وو. همدارنگه ایدیولوژیک او د تقلید تفکر له موږ دا وړتیا اخستې وه چی خپلې نیمگړتیاوې او تېروتنې پیدا کړو. د ټولو ناخوالو، نیمگړتیاو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله.

همدا اوس هم په پراخه کچه یو شمېر د ننۍ دنیا واقعیتونو ته په پرونېو حکمونو کی تعریفونه پیدا کوی او ننۍ پېچېلې ستونزې د توراو سپین، د حلال او حرام په ساده معیارونو حل کول غواړې. په تېره بیا ټولنېزو مسلو او پیښوته، کومې چی نه یوازی په همیشنی بدلون کی دی، نه یوازی بې سارې چټکی سره بدلېږې، بلکې ډراماتیکې ځانگړتیاوې لرې او سختې پېچېلې هم دی.

بله نېمگړتیا له ستونزو او د هغوې له حل کولو سره پرادوکس ډوله چلند کېږې. له یوې خوا ستونزې ساده کېږې او له بلې خوا د حل له پاره یې له وروستې وسیلې ” زور” کار اخستل کېږې. دلته له پېړیو پېړیو له انسانانو په جوړه شوې یوه ټولنه کی د ډېرو وړو ستونزو د حل له پاره د “زور”، “قهر” او د “غلبې” له فرهنگ گټه اخستل کېږې. نه یوازی د واک او حاکمیت په ډگر کی، بلکې په عادی، ورځنی او کورنی ژوند کی هم “زور” او د زور په کار اچول واکمنه بڼه لرې. د دا ډول یوه حالت معنی دا دی چی ټولنه د “د زور، ډار د فرمان ورکولو او فرمان وړلو یوه ټولنه ده.
موږ تر اوسه په دی نه پوهېږو هغه څه چی په ټولنه کی پیښېږې او د ناورینونو او تراژیدېو بڼه غوره کوی د موږ د غفلت، د موږ د ناپوهې اود موږ بې مسؤلیتې پایلې دې. موږ نه تر اوسه په خپلواکه توگه د فکر کولو روزنه تر لاسه کړې اونه د نورو خپلواکو اندیښنو او فکرونه ته آرزښت ورکو. موږ په رښتیا سره هغه مرحلې ته نه یو رسیدلې چې ټولنېزې ستونزې، تارېخې ستونزې او سیاسی پیښې د بدلیدونکی تفکر او خپلواکې اندیښنې په بنیاد مطالعه اوڅېړنه یې وکړو. که موږ له دگمونو د ځان د ژغورولو وس پیدا نکړو، که له خپل عقل په کار اخستلو کی پاتې راشو او اندیښنې مو خپلواکې نشې همدا شان به د بنسټ پالنې ښکار او اندیښنې به مو په ځوړ روانې وی.

موږ اوپرونې

موږ ته پرونیو ډېر څه کړې دی. هغوې ډېر شیان تولید کړی دی. هغوې دا وطن موږ ته را پریشی دی. هغوې ددې وطن د فرهنگ او تارېخ په ایجاد او وده کی برخه اخیستې ده. هغوې لوې او تارېخې حماسې را منځ ته کړې دې. سره ددی چی موږ په خپله د هغوې ادامه یو. خو موږ د هغوې په شان کیدای نشو. موږ پله په پله او قدم په قدم د هغوې پېروی او تقلیدنشو کولای. له پرون او له ډېر ښه پرون هم واټن نیول د یوې پرمختلونکې ټولنې طبعې ځانگړتیا ده. که څوک غواړی او که نه غواړې ټولنې پرمختگ کوی او مخ ته ځې. دلته ستونزه له پرون په واټن اخستلو کی نه، بلکې ستونزه د ټولنې د پرمختگ په څرنگوالی کی دی. پوښتنه داده چی افغانستان دکومو ځانگړتیاو او دکومو آرزښتونو په واکمن کولو سره مخ ته ولاړ شی. په طبعی توگه نه یوازی پرون، بلکې نن هم په دی هکله د ټولنېز بلوغ نښانې کمزورې ښکارې. په دی برسېره د موږ اوپرون دنیاوې له یو بل سره توپېر لرې. د هغوې دنیا لویه او ساده دنیا وه. د هغوې دنیا ډېره ورو او ورو بدلیدله. دموږ دنیا وړه دنیا ده او په دې وړه دنیا کی شیان او پیښې په بې سارې توگه پیچیلې شوې دې او په بې سارې چټکې سره بدلون مومې. همدا اوس دنیا په لس کاله کی د سلو او دو سوو کالنو لاره وهې. کله کله داسی څه پیښېږې چی هېڅوک یې انتظار نه کوې او په تېره بیا په افغانستان کی په وروستیوکالنو کی پیښو او بدلونونو دا ډول یوه ډراماتیکه بڼه خپله کړې ده چی وړاندوینه یې هم اسانه کار نه دی.
هغوې پرون د ستونزو د حل له پاره خپلې اندیښنې او خپلې لارې درلودې. هغوې هم غوښتل چی یو ښه او هوسا ژوند ایجاد کړی، خو هغوې نه یوازی په دی کار کی بری نه درلود، بلکې موږ ته یې هم داسی څه نه دی پریښی چی د نیکمرغې او پرمختگ په لور د موږ لارښونه وکړې. پرونیو موږ ته هغه څه هم په مېراث پریشی چی درې سوه کاله، دوه سوه کاله او سل کاله پخوا باید حل شوی وای. نورو همدومره پخوا ورته ستونزې حل کړې دې. هغوې ددې وس پیدا نکړ هغه آرزښتونه او نورمونه ایجاد کړې چی په افغانستان کی د ملت جوړولو له چارې سره مرسته وکړې. په پرونیو کی چا ته د یوې هوسا ټولنې، د یوې خپلواکې ټولنې او د یوې سیاسی شوې د ټولنې د ایجاد له پاره مراجعه کولای شو نه یوازی پرون، بلکې نن هم په تېره بیا روشنفکرانو ددې وس نه دی موندلې چی ځانونه له قبیلې پالنې او قوم پالنې راوباسی. له بده مرغه دوی د دنیا او افغانستان په پیښو د قوم پالنې په زاړه دود قضاوت کوی او ددې چلند په کولو سره د پیښو او حالاتو د پېږندنې او څېړنې په کار کی خپله بشپړه بې وسې او څرگنده کمزورې ښیې.

همدارنگه له پرونیو موږ ته داسی یوه علمې پانگه په مېراث نه دی را پاتې چی په دی پراگماتیک نړۍ او د گلوبالېزم په حالاتو کی د موږ لارښوونه او مرسته وکړې او را ته وښیې چی په دې نړۍ کی د موږ ځای چېرې دی، هغسی یوه اندیښنه او هغسی یوتفکر چی په دی پراگماتیک حالت کی د موږ عمل او پراتیک ته لوری ورکړې. د موږ په پراگماتیکه دنیا کی پوهه، نورمونه او ارزښتونه دعمل او پراتیک په معیارونو سنجول کېږې او په دی دنیا او په تېره په افغانستان کی د ستونزو او پرابلمونو حل د عملی چلند په کولو سره د عملی پایلو غوښتونکی دی. ددې خبرو له یادولو د ما مطلب دادی چی افغانستان کیتراوسه هم د علمې تفکر او خپلواکې اندیښنو له نشتوالی سره مخامخ دی. د موږ په وړاندی د پرونیو په پرتله ډېرې او څو اړخېزې پوښتنې اوپېچېلې ستونزې پرتې دی. دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو او دې ستونزو ته د حل پیدا کولو په کارکی پرون د موږ مرسته نشی کولای.

لیکوال: دستگیر روشنیالی

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا