افراطیت، زیان او مخنیوی یې
د نورو ټولنیزو ښکاروندو په شان افراطیت هم ښایی بیلابیل تعریفونه ولری او هرڅوک په خپل اند او انګیرنه د هغه په اړه اخیسته ولری، خو د ژوند تجربې او مطالعې پر بنسټ د افراطیت په اړه زما اخیسته اونګېرنه داده چې: «د بدلون له پاره د افرادو او ډلو په فکر او عمل کې شدت، نه زغم او زورزیاتی ته افراطیت ویل کېږی چې د ټولنیز ژوند بېلابېلو برخو کې راڅرګندېدی شی.»
افراطیت په بېلابېلو قالبونو کې تعریفېدی شی، ښایی د قوم پالنې، دینی او دین ضد ایدیولوژی، فلسفی افکارو، طبقاتی دریځ، سیمه ییزې، ژبنې لوړتیا غوښتنې او توکمپالنې په بڼه راڅرګند شی. په دې مانا چې یو کس یا یوه ډله خپل قوم، ژبه، توکم، سیمه، دین، مذهب فلسفه، ایدیولوژی یا بله ګروهه دومره په حقه، سپیڅلې او لوړه وګڼی چې ورته هیڅ بله هغه نه سیاله، نه په حقه او نه هم د زغم وی او چمتو وی د خپل لوری له پاره د بل او هم خپله وینه تویه کړی او په دې لار کې هر ډول کړنه روا او پرځای وګڼی.
د افراطیت ستونزه او زیان په دې کې دی چې افراطی کس یا افراطی ډله هر څه په مطلق ښه اوبد، دوست او دوښمن، تور او سپین، خپل او پردی، حق او ناحق ویشی درېیمه او منځنۍ لار یا حالت نه منی.
د بېلګې په توګه د نازیانو له نظره د جرمنی توکم د نړۍ ترټولو غوره او لوړ توکم دی او نور توکمونه تر هغه ټیټ دی نو ځکه خو باید د جرمنی واکمنی ومنی له دې پرته باید له منځه یووړل شی، همدا انګېرنه او فکر او د دویمې نړیوالې جګړې لامل شو چې په پایله کې یې له پنځوس میلیونه زیات انسانان ووژل شول. دغه راز، د کمونیستانو له نظره یوازې د دوی ایدیولوژی سمه، علمی او په حقه ده، بل هر ډول فکر ارتجاعی، ناسم، بورژوازی او ولس دوښمنه دی او باید نابود شی. د همدغه فکر پر بنسټ په پخوانی شوروی اتحاد کې ۵۰ او په چین کې ۷۰میلیونه انسانان ووژل.
دغه راز، لرې نه به افغانستان کې کیڼو او ښی افراطیونو هېواد په داسې ناورین واړولو چې تر ننه له بې ګنا افغانانو قربانی اخلی. کیڼو افراطیونو د پاکو جامو اغوستلو او لمونځ کولو ددوی له اند جرم انسانان له خاورو لاندې کړل او ښی افراطیونو د ږیرې خرېیلو، د ښوونکی دندې درلودلو او ښوونځیو ته تلو د دوی له انده کفر له امله انسانان له غره راورغړول او یا یې په نورو بڼو له منځه یووړل.
له بده مرغه د افراطیت ستر او مهم مرکزونه هم پخوا او هم اوس اکاډمیک مرکزونه، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې وې او دی.
همدا اوس د کابل پوهنتون په ګډون د هېواد ډېر پوهنتونونه د افراطیت پر مرکزونو او روزنځایونو بدل شوی دی.
د څېړنو له مخې د لوړو زده کړو موسسو کې د افراطیت خورېدو او پیاوړتیا لاملونه د ځینو استادانو افراطی لیدلوری، د رسمی او نارسمی افراطی ډلو فعالیت، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره د تبلیغاتی وسلې په توګه د ځینو رسمی او نارسمی افراطی ډلو ګټنه په تېره هغه وخت چې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واوړی، بې وزلی، ټولنیزه او اقتصادی نابرابری، د اعتدال خوښو کسانو تیت او پرک والی او اعتدال خوښو سیاسی سازمانونو نشتوالی یا کمزورتیا، د ښاری او کلیوالی کلتور او دود ترمنځ ټکر، د افراطی ډلو فعالیت او ان بهرنیو استخباراتی شبکو لمسون او ملاتړ ښودل شوی دی.
داسې مالومات هم ترلاسه شوی چې افراطی رسمی او ناقانونه ډلې په پوهنتونونو کې تر ډېره احساساتی او شرخوښی ځوانان چې ټول نه بلکې ډېر یې له کلیوالی او لرې پرتو سیمو راغلی جلب او د لارې مل ګرځوی. دغه ځوانان چې له یو څه ناڅه تړلی او دودپاله چاپېریاله په یو ځلی پرانیسی او نااشنا چاپېریال کې ځان وینی، نوی چاپېریال ته منفی غبرګون ښیی په تېره چې دغه ځوانان له بې وزله او محرومو کورنیو راوتلی وی. دغو کسانو ته نجونو لوڅ مخ ګرځېدل، له هلکانو سره په یو ټولګی کې زده کړه په تېره چې د ځینو نجونو جامې ورته له دود او کلتور لرې یا د دوی په اند غیرشرعی وبرېښی یا له پردیو هلکانو سره د نجونو خبرې وینی او اوری نو بیا دغه حالت ته غبرګون ان که قهرجن هم وی خپل فرض ګڼی په تېره چې دا کړنې یې د ځینو ټولګیوالو او ان استادانو له هرکلی سره مخ شی، په ځانګړې توګه هغو تولګیوالو او استادانو چې د قانونی یا ناقانونه افراطی ډلو غړیتوب لری او ددغه ډول کسانو ښکار ته لا واردمخه څارو او په کمین کې ناست وی.
د محصلینو لیلی افراطی ډلو جلب وجذب له پاره ښه او خوندی ځایونه دی، دا ځکه چې هلته محصلین له یو بل سره د ناستې ولاړې او خبرو اترو له پاره ډېر وخت لری.
قانونی او ناقانونه افراطی ډلې د دینی او مذهبی ورځو په مناسبتونو نمانځنې لکه میلاد النبی، عاشورا یا نورو په پلمه د نامالومو سرچینو، سوداګرو او پانګوالو په مالی مرسته او یا خپله له استادانو، محصلینو او خلکو پر راټولې شوې چاندې د قران کریم ختمونه او غونډې جوړوی چې له هغو د عبادت پرځای د افراطی فکر خورولو له پاره ګټه اخلی.
د افراطیت بې اغیزې یا کمزوری کولو په موخه اړینه ده چې:
- په پوهنتونو کې دې یو ځانګړی جوړښت رامنځته چې په منظمه توګه محصلینو په تېره نویو محصلینو د مدنی ارزښتونو، زغم او یو بل منلو، جنسیتی برابری او دمکراتیکو ارزښتونو په اړه منظم او د کلتوری او فرهنګی پروګزامونو، غونډو او سیمینارونو له لارې مالومات ورکړی.
- د محصلینو داسې کلتوری، ټولنیز او هنری سازمانونه او بنسټونه جوړ او پیاوړی شی چې د افراطی ګروپونو فعالیتونو سره توله برابره کړی البته دا په دې مانا نه ده چې د محصلینو ترمنځ د فکری او فزیکی ټکرونو زمینه برابره نه کړی.
- په لیلیو کې مدنی فعالیتونو او ان استخباراتی فعالیت ته جدی پام خورا اړین دی ځکه پخوانیو تجربو ښودلې چې ښی او کیڼو افراطیونو په پخوا کې ډېر جلب او جذب په لیلیو کې کړی دی.
- له هغه ځایه چې قانونی او ناقانونه افراطی ډلې په سازمانی بڼه فعالیت کوی یانې د یادو ډلو سازمانونه محصلین جلب او جذبوی چې له تردید پرته سازمانی فعالیت د ځانګړو او تیت پرک کسانو او ډلو په پرتله اغیزمن دی نو ځکه خو نه یوازې رسمی بنسټونه بلکې اعتدال پلوی سیاسی ګوندونه هم باید په پوهنتونو کې فعال او خپلې منځ لارې، دمکراتیکې او مدنی کړنلارې محصلینو ته ورسوی محصلین جلب او جذب کړی او له دې لارې د افراطی کړنلارو یکه تازی مخه ونیول شی.
- ان که شونې وی په خپله دولت د محصلینو مدنی، دمکراتیک او دمکراتیک بنسټونه جوړ، پیاوړی او جدی ملاتړ یې وکړی.
ګلابشاه ګلاب