مقاله

له اړتیا زیاتې مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ خورولو اساس (بنسټ!)

مدرسو په پخوا زمانه کې د دین حکومونو رسولو او خلکو ته د امر پر معروف او نهی له منکره دنده مخته وړله او په هغو کې روزل شوی طالبان به په ملایانو بدل او خلکو ته یې ددین حکومونه بیانول، د اړتیا پروخت به یې د خلکو ترمنځ د معاملو په  حل کې هم مرسته کوله خو تر ډېره به پر عبادتونو بوخت او کله ناکله یې د واکمنو په خوښه او مصلحت د ځینو پېښو په اړه فتواوې هم ورکولې چې دغه حالت څوپېړۍ دوام وکړ. د ټولنیزو اړیکو په پراختیا او د مادی ژوند پرمختګ سره د ټولنې نورو پاړکو په شان د ملایانو او مدرسو رول هم ورو ورو بدل کړ او په دې سره د مخالفینو ټکولو او په خپله د واکمنو ترمنځ د واک پر سر شخړو کې د اوزار په توګه له دین، ملا او مدرسې کاراخیستل هم دود شول سره له دې چې دغه کار هم اوږده مخینه لری چې له حسنک وزیر سره د سلطان مسعود غزنوی چلند یې یوه بېلګه ده.(۱) د واک پر لاډېر مرکزی کېدو او د پانګې او پانګوالی په راپیدا کېدو له دینه د اوزارو په توګه کارونه هم پراخه شوه. له دینه داوزار په توګه کارونې تر ټولو ستره بېلګه په افغانستان کې د امیر امان لله خان د واکمنی پیر دی چې ټکاونونه یې ترننه هم احساسېږی او قربانی اخلی. د ګوډ ملا، حضرتانو او نورو بغاوت د امانی پیر سمون او پرمختګ هڅې شنډې او په افغانستان کې یې د پرمختګ بهیر ډېر شاته وغورځولو. د ډموکراسی په لسیزه کې بیا هم تر ډېره د بهرنیو کړیو په لمسون ځینې د پرمختګ ضد خوځښتونه ولیدل شول. په همدغه وخت کې د زده کونکو او محصلینو نجونو پرمخونو د تیزابو پاشل او ورسره د بسټپالو ډلو ټپلو جوړېدل چې وروسته یې سرونه د افغانستان تاریخی غلیم له ګریوانه راووتل.

 پر افغانستان د پخوانی شوروی یرغل په پیر د سړې جګړې ګټلو په تمه او هم د تیلو سیمو ته د سرو لښکرو ورتګ مخنیوی په پار د له دینه د سیاسی وسلې په توګه کارونې او د غلیم ماتولو حرص نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ خو تر ډېره هغو لورو چې ددې وسلې کارلو مخکښان او نوښتګر وو ورانونکې پایلې تجربه کړې.

د کمونیزم ماتولو په هڅه امریکا او عربانو  او پر سیمه د اسلامی خلافت تر پردې لاندې د پاکستانی ستراتېژیستانو خوبونو داسې بلاوې وزېږولې چې اوس ټوله نړۍ په یوه نه یوه بڼه ترې خوندی نه ده. یادو لورو هریو په خپله موخه د پیسو ویالې پر پاکستان راسپرې او پاکستانیانو د خپل ستراتېژیک عمق موخې ته د رسېدو په موخه نه یوازې له مظلومو افغان بچیانو بلکې د سیمې له خوارو او بې وزله اولسونو داسې لښکر جوړ کړ چې قابو کولو ته یې اوس ټول هک حیران پاتې دی. پاکستان د عربو شیخانو او امریکا پر پیسو د افراطیت خورلو(د ګاونډیانو پرضد د خطرناکې او ارزانې وسلې په توګه) او له هغه د خپلو ملیتاریستی موخو ته د رسېدو له پاره زرګونه مدرسې جوړې کړې. په دې مدرسو کې لسګونه زره افراطیان وروزل شول چې پاکستانی ستراتېژیستانو د خپلو پخوانیو مهرو(تنظیمونو) د رسوایی او ناکارګی پر وخت ډګر ته راوړاندې کړل. له هغه ځایه چې پاس هم یادونه وشوه د شاوخوا لسو کلونو (پر افغانستان د پخوانی شوروی پوځی یرغل پروخت) په اوږدو کې په پاکستان کې زرګونه مدرسې جوړې شوې وې او له هغه وروسته یې هم فعالیت دوام درلود او لا یې هم لری، لسګونه زره داسې کسان فارغ شوی چې د افراطیت پر ایدیولوژی سمبال او په ډېره بې باکی د خپل او بل وینو تویولو ته چمتو ول. ای اس ای دغه لښکر داسې مهال پر افغانستان راتوش کړ چې ولس له تنظیمی خرمستی او انډوخره کړېده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په پیر د هېواد دننه چې څه ناتار جوړ کړی و یوه خوا پرېږده بلکې په نړیواله کچه یې هم د بې وطنه بدمعاشانو په لاس د سپتمبر یوولسمې ناورین رامنځته کړ چې پایله یې موږ ټولو د سر پر سترګو ولیده. پاکستانی ستراتېژستانو ته هغه مهال داسې ارزانه څه چې وړیا ګټوره(۲) او خطرناکه وسله په لاس ورغله چې لګښت  یې د عربو شیخانو له خیراتونو پوره کېده. تر شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د بې وزله افغانو کورنیو ماشومان د پاکستانی مدرسو ته تلل چې له همغو مدرسو بیا د طالبانو د جګړې لیکې پرې ډکې او پیاوړې کېدې خو له بېلابېلو ولایتونو ترلاسه شوی وروستی مالومات ښیی چې په دې وروستیو کلونو کې چې پاکستانی چارواکی له ډېورنډ کرښې تېرېدو له پاره پر پاسپورت ټینګار کوی او بې وزله کورنۍ د پاسپورت اخیستو توان نه لری او بله دا چې د هېواد دننه اوس بې شمېره مدرسې جوړې او له ډېورنډ کرښې هاخوا مدرسو ته د ورتلو اړتیا یا نه لیدل کېږی او یا هم کمه لیدل کوی. اوس د هېواد بېلابیلو سیمو کې د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې شاوخوا ۱۲ نیم سوه ثبت او راجستر دینی مدرسې شته چې په هغو کې یوازې او یوازې دینی کتابونه چې ډېر یې څو پېړۍ مخکې لیکل شوی او د نن ورځې له شرایطو او ټولنیزو اړیکو سره اړخ نه لګوی تدریسېږی.

که دا چاره په پخوا کې یوازې د فضل الرحمان، سمیع الحق، قاضی حسین احمد او نورو له پاره له یوې خوا د پاکستان د پوځ مټ پیاوړی کولو او د خپلو جیبونو ډکولو له پاره کارېده اوس همدغه حالت افغانستان کې روان دی. اوس د افغانستان هر ولایت کې له سلګونو زیاتې داسې مدرسې شته چې په سیستماتیک ډول د طالبانو د جګړې لیکې پرې پیاوړې کېږی. طبیعی ده چې طالبان د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر امنیتی ځواکونو بریدونه کوی او د امنیتی  او دفاعی ځواکونو اړوندانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ طالبانو ته هم خورا درنه مرګ ژوبله اوړی خو څرنګه چې د وژل شویو طالبانو تشه د مدرسو روزل شوی کسان ډکوی نو ځکه خو جګړه د سړښت پرځای ورځ تربلې تودېږی. بې وزله کورنۍ چې ښوونځیو ته د خپلو زامنو په لېږلو له یوې خوا له کورنیو سره هغوی (بچیان) د بزګری یا بلې خواری مزدوری پرځای نیمه ورځ په ښوونځی کې تېروی او وروسره یې د ښوونځی سربېره د خوراک پوښاک لګښت هم د کورنۍ پرغاړه وی خو مدرسې ته د خپل زوی یا زامنو په لېږلو سره نور لګښت خو پرېږده چې د هغوی خوراک او پوښاک هم د مدرسې پراغاړه وی دغه راز، د ذکاتونو، خیراتونو، د مړو سقاطونو او نورو چاندو له پلوه پیسې هم ګټی چې تر ډېره ښایی له دې پیسو یوه برخه خپلو کورنیو ته هم ورکړی.

په اوسنی وخت کې ځینې کسان د سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی موخو له پاره پرته له دې چې پایلو ته یې پام  وکړی د مرسو جوړولو ته مخه کوی. داسې کسان هم شته چې د عربو له شیخانو پیسې راټولوی(۳) او د لته د خپل سیاسی او ټولنیز دریځ پیاوړی کولو ترڅنګ خپل جیبونه هم پرې ډکوی او دایې د ګټې ښه، لنډه او اسانه لار موندلې ده. ددغو کسانو په لیدلو سره نور هم دغه کار ته هڅېږی نو ځکه خو ورځ تربلې دلته او هلته مدرسې د مرخیړیو په شان را زرغونېږی.

سره له دې چې ټول یې د سر پر سترګو ګوری خو د دې له پاره چې څوک خدای مه کړه د بې دینی ټاپه پرې ونه وهی نو ځکه خو چوپه خوله پاتې دی. دغه حالت دې ته پاتې کېږی لکه د موټر برېکونه چې له کاره لوېدلی وی او په کې ناست سپرلی مخامخ د خطر پر لور روان وی خو څوک د ځان ژغورنې ان هغه لږ هڅه هم نه کوی.

په ولایتونو او ان مرکز کې ځینې کسان د خپلو اقتصادی ګټو خوندی کولو او ټولنیز دریځ پیاوړتیا په موخه له مدرسو سره مرسته کوی په داسې حال کې چې ډېر همدغه کسان نور ډېر ناروا کارونه هم کوی خو له له مدرسو سره په مرستو غواړی ځانونه ښه مسلمانان خلکو ته ور وپېژنی. ان ځینې کسان چې له اروپا، امریکا، استرالیا او نورو ملکونو راځی ددې له پاره چې څوک یې پر مسلمانی شک ونه کړی نو تر ټولو لومړی مدرسو سره مرسته کوی په داسې حال کې چې ډېر نږدې خپلوان مرستې او لاسنیوی ته جدی اړتیا لری خو دوی بیا مرسته له مدرسې سره کوی. دغه کار نه یوازې وروسته بلکې همدا اوس ناوړه سیاسی، ټولنیزې او ان اخلاقی اغیزې لری.

 له سیاسی پلوه: دغه زرګونه کسان چې له مدرسو فارغېږی دوی هم ځانونو ته پر لوړ ټولنیز دریز قایل دی ځکه خلک ورته مولوی صاحب وایی نو ځکه خو دغه کسان ځانونه له پوهنتونه د طب، انجنیری، اقتصاد، حقوقو، ساینس، ادبیاتو، کمپیوټر یا نورو څانګو فارغانو سره برابر ګڼی خو څرنګه چې له پوهنتونو فارغانو ته په دولتی یا هم خصوصی بنسټونو کې له خپلې څانګې سره سم یا لږ و ډېر توپیر کارونه پیدا کېږی او که په خپله مسلکی څانګه کې نه وی په نورو برخو کې هم کار پیدا کولی شی. د بېلګې په توګه په وروستیو کلونو کې ډېر هغه کسان چې له حقوقو، اقتصاد او نورو برخو فارغ شوی وو خو په مسلکی برخو کې کار ورته پیدا نه شولو، لاړل په ښوونځیو کې یې د ښوونکو دندې پیدا کړې. خو دغه لسګونه زره کسان چې له مدرسو فارغېږی دوی باید په جومات کې د امامت دنده مخته یوسی چې ډېر یې پر دې دنده قانع هم نه دی خو همدغه امامت هم ټولو ته نه پیدا کېږی چې په دې سره لسګونه زره کسان د پوهنتونونو فارغانو سره یو ډول رخه پیدا کوی ځکه چې ځانونه د هغوی سیالان خو له ټولنیز او اقتصادی پلوه وروسره د پرتلې وړ نه دی پر همدغه دلیل په یو خطرناک لښکر کې د تنظېمېدو او د وران کاری له پاره په ټوه مانا چمتو کېدو وړتیا لری. په تېره چې یو ځل یې د حکومت د غصب مزه هم څکلې او تجربه کړې ده. بې دلیله نه ده چې د طالبانو په واکمنی کې پر ټولو ووزارتونو سربېره ټولې مسلکی څوکۍ ان د ۴۰۰ بستریز روغتون تر ریاست او د بانکونو تر ادارو پورې ملایانو نیولې وې چې دا په حقیقت کې د حقارت ګروم(عقدې) ارضا کولو یوه بڼه وه چې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوې وې. دغه حالت اوس هم روان دی کله چې له رسنیو اورو اوس هم طالبانو ټولو ولایتونو، ولسوالیو ته د والیانو او امنیه قوماندانانو ترڅنګ نور مسوولین هم ګومارلی دی چې په دې سره د واک غوښتنې خپله تنده پرې ماتوی.

د دولت وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمې خو پر ځای پرېږده ان ددولت ترواکمنی لاندې سیمو په ډېرو مدرسو کې د طالبانو فکر او عمل په ښکاره او ډانګ پېیلې  توګه پلی  کېږی. لرې نه د کابل اړوند ولسوالیو کې د مدرسو فارغانو مراسمو په بلنلیکونو کې د هغو طالبانو انځورونه په ډېر ویاړ د اسلام د لارې شهیدانو په توګه کښل شوی او بلونکو ته ورلېږل کېږی. دغه پاڼې د بلنلیک پر ځای د تبلیغاتی پاڼو په توګه کارول کېږی چې په خورا لوړ لګښت په رنګه بڼه چمتو شوې وی.

دغه راز، پر ځینو مدرسو د امنیتی ځواکونو عملیاتو په پایله کې یو شمېرکسان له وسلو او مهماتو سره نیول شوی هم دی چې له مدرسو د طالب وسله والو ګټنې ښکار ثبوت ګڼل کېږی.

سیاسی ټولنیز اغیز: له هغه ځایه چې په دې مدرسو کې یو ګونی نصاب نه پلی کېږی هر مدرس د خپلې خوښې او هغه نصاب مخته وړی چې دی پرې روزل شوی چې له یوې خوا خو ډېرزوړ او ان د منځنیو لا څه چې د هجری لمریز لومړیو پېړیو پورې تړاو لری او د همغه وخت فقیانو چمتوکړی کتابونه په کې تدریسېږی چې په هیڅ صورت د نننۍ زمانې له ټولنیزو، فرهنګی او اقتصادی شرایطو سره اړخ نه لګوی. له بلې خوا پر افغانستان د پخوانی شوروی یرغل په پیر د عربی نړۍ وهابی، سلفی او نورو مکتبونو هم ډېر خلک اغیزمن کړی چې په ځینو په تېره ختیځو ولایتونو کې همدا اوس د حنفی او سلفی مدرسو ترمنځ اختلاف ان پر یو بل د وسله والو بریدونو تر پولو رسېدلی. د بېلګې په توګه څه موده مخکې په کونړ کې د حنفی او سلفی  ملایانو ترمنځ پر دې شخړه او مناظره شوې چې د مړی پر قبر دې یوه تیګه ودرول شی که دوه؟ حنفی ملایانو په دودیزه بڼه د دوو تیګو لګېدو پلوی کوله خو سلفیانو بیا د یوې تیګې لګول شرعی ګڼل چې دا لانجه بیا د سیمې مخورو او چارواکو په لاسوهنه غوڅه شوه. په همدغه کونړ کې مشهور حنفی  ملا ضیا الرحمان الله یار په توره شپه کې سلفیانو ځکه په ډزو ټپی کړ چې سلفیان یې بې لارې ګڼل. دا خو اوس وړې  مسلې دی خو همدغه وړې مسلې هم یو وخت پر سترو ستونزو څه چې پر وسله والو نښتو بدلېدی شی په تېره چې خبره تکفیر ته ورسېږی نو خطر په رښتینې مانا رامنځته کېدی شی.

اخلاقی ستونزه: له هغه ځایه چې په مدرسو کې داسې کوم نظم او قانون نه شته چې ماشومان، تنکی ځوانان او ځوانان د اوسېدنې جلا ځایونه ولری نو ځکه خو د ناروا جنسی اړیکو او تېری ګواښ په کې ډېر وی. په دې اړه ډېر تایید شوی او ناتایید شوی رپوټونه هم خپاره شوی دی. همدا څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د کومې مدرسې طالبانو د لواطت په اړه ویډیو کښته او پورته کېده. د اروا پوهانو په اند ډېر ځانمرګه بریدګر په مدرسو کې د جنسی تېرو قربانیان پاتې شوی.(۴)

وړاندیزونه:

  • په لومړی ګام کې باید په دولتی کچه پوهان، وتلی دینی عالمان په تېره هغوی چې عصری او هم دینی علومو کې لوړې رسمی زده کړې لری د دینی مدرسو مسله له پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او حقوقپوهانو سره په ګډه وڅېړی او په دې اړه یو داسې کړنلاره جوړه کړی چې له مخې یې په هېواد کې دومره مدرسو ته اجازې ورکړل شی چې اړتیا یې وی نه له هغه زیاتې.
  • هیچا ته پر خپل سرد مدرسې جوړلو یا چلولو اجازه ورنه کړل شی.
  • د مدرسو نصاب دې په داسې بڼه جوړ شی چې د دینی علومو ترڅنګ عصری علوم هم په کې تدریس شی، ځکه کله چې یو څوک له دینی مدرسې فارغېږی باید په دولتی او نادولتی بنسټونو کې د کار کولو وړتیا هم ولری. په دې برخه کې باید د هغو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو مالی مرسته جلب شی چې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې لیوالتیا لری.
  • د مدرسو د تمویل پر سرچینو باید څارنه وشی او د تمویل سرچینې او د لګولو ځای ځای ګی یې مالوم وی یانې دوی باید د دخل او خرڅ روښانه سیستم ولری او په دې سره د بې پتې پیسو او سود خوښو کسانو مخه ونیل شی.
  • هیڅ مدرسې ته اجازه ورنه کړل شی چې ماشومان، تنکی ځوانان او ځوانان یو ځای وساتی.
  • او د وروستی وړاندیز په توګه له قلموالو، رسنیو او ټولو هغو کسانو چې د ټولنې په اړه د مسوولیت احساس کوی په درنښت هیله کېږی چې دا مسله عادی او بې ارزښته ونه ګڼی او په دې اړه خپل مسوولیت ادا او چوپه خوله پاتې نه شی.

(۱) د غزنوی سلطان مسعود په زمانه کې د بې دینی په تور د حسنک وزیر غرغره کولو او د شاوخوا ۷ کلونو له پاره د ښار په منځ کې د هغه د مړی ځړول یې یوه بېلګه ده. تاریخ بیهقی ۲۳۲ مخ

 (۲) په پاکستان کې د مدرسو کره شمېر نه دی مالوم، ځینو دغه شمېر ۲۰ زره ښودلی خو ځینو نورو بیا ان تر ۵۰ زره هم زیات اټکل کړی چې تر ډېره په افغانستان او کشمیر کې د ترهګریزو بریدونو له پاره سرتېری روزی. د افغانستان د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې د افغانستان دولتی او خصوصی ښوونځیو شمېر ۱۸ زرو ته رسېږی چې په دې کې شاوخوا ۱۲ نیم سوه ثبت او راجستر رسمی دینی مدرسې هم شامل دی. خو په پاکسان کې د افراطیت خورولو، په ګاونډیو هېوادونو(افغانستان او هند کې)، د سیمې او ان ټولې نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له پاره لسګونه زره مدرسې فعالې دی. لاهور کې د خدام الدین په نوم مدرسې مسوول یو وخت ویلی و چې له یادې مدرسې یې ۱۴ زره جګړه مار کشمیر ته لېږلی. عجیبه خو یې لا دا چې د دغه خطرناک لښکر (د پاکستانی مدرسو) لګښت هم دعربو شیخان ورکوی خو ستراتېژی بیا د پاکستان د پوځ پلې کوی.

(۳) عرب شهزاده‌ګان او شیخان چې د تیلو له برکته باد راوړې پیسې او د غربی هېوادونو د ملاتړ پر مټ سم ژوند لری، له یوې خوا تجملی او له عیش او نوشه ډک ژوند ته مخه کړې او په اسراف او خوند اخیستنه کې افراط کوی، له بلې خوا پر خپلو ملکونو د حاکمې دودیزې دینی او فرهنګی تربیې له مخې نه شی کولی د مذهبی اندېښنو پروړاندې یو مخ بې توپیره پاتې شی. دغه متناقض وضعیت ددوی ډېرو مذهبیانو وجدان په عذابوی . ځینې دغه شیخانوته د خپلو عیاشو کفاره په بې وزله ملکونو کې د خیرښېګڼې او مذهبی پروژو (له مدرسو)سره مرسته کې ښکاری او ګومان کوی په دې توګه به په مذهبی ژوند کې خپلې کمۍ پوره کاندی.

محمد محق. سترګې به پرانیزو. ۱۷۲ مخ

(۴)… ځینې قربانیان د وجدان په عذاب اخته کېږی؛ ځکه که په لومړیو کې په زوره دغه کار ته اړشوی؛ خو وروسته یې په خپله خوښه دغه کار کړی او څنګه چې په دینی روایتونو کې دغه عمل تر زنا او ډېرو نورو ګناهونو بدتر ګڼل شوی دوی ځانونه ګناه کار او پلید ګڼی… کله چې احساس وکړی چې دا ګناهونه په عادی او متعارفو عبادتونو لکه توبه، استغفار، روژه او نورو نه پاکېږی، هغه لنډه لار چې ورته ښکارېږی، انتحار دی؛ ځکه دوی ته ویل شوی چې ددینی مقدسو ارمانونو پوره کولو له پاره تر ټولو لوړه فداکاری همدا انتحار دی.

هماغه اثر. ۱۸۳ او ۱۸۴ مخونه

ګلاب‌شاه ګلاب  

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا