که زه کاندید وای د کډوالو بېرته راتلل
د کډوالو بېرته راتلل په افغانستان کې د سولې د تامین او د افغانستان د حیثیت د ساتلو له پاره یوه خورا مهمه خبره ده.
د دې تر څنګ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ملیونونو کډوالو حضور د دغو هېوادونو په لاس کې د افغانستان پر ملت او دولت د فشار راوړلو یوه خورا اغیزمنه وسیله جوړوی، د افغانستان دښمنان او د دولت وسله وال مخالفین هم د کډوالو په منځ کې د سربازنیونې پراخه سرچینه لری. همدا راز د کډوالو کمپونه د وطن د دښمنانو له خوا د وسله والو ډلو د جوړولو، ساتلو، تنظیمولو او سوق کول ډېر په زړه پورې چاپېریال بلل کېدای شی.
د کډوالو د ستونزې یو بل مهم اړخ دا دی چې هماغه حکومتونه او دولتونه چې کډوال ورته د خپل سیاسی نظامی ځواک یو رکن ښکاری، د همدغو کډوالو په نامه له نړۍوالې ټولنې په پراخه پیمانه امکانات ترلاسه کوی چې ډېر کم یې تر کډوالو رسېږی. دا خبره له هیجا پټه نه ده چې که په پاکستان کې په میلیونونو افغان کډوال نه وای او د پاکستان حکومت دا بشری ناورین په خپله ګټه نه وای کارولای ناشونې وه چې پاکستان د اټومې وسلې په ګډون، خپل نظامی ځواک دومره پیاوړی کړی وای.
که افغانستان ریښتیا هم د سولې پر لور ګام اخیستل غواړی نو په کار ده چې هېواد ته د کډوالو راستنېدل د خپلو لومړیتوبونو په سر کې راولی.
د کډوالو د راتګ له پاره چې تر دې دمه کوم اقدامات شوی، په ښکاره دا څرګندوی چې د افغانستان حکومتونه له دې ستونزې سره د مناسب برخورد په اړه کوم معقول او د پلی کولو وړ سیاست نه لری.
هر وار چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د کډوالو د راستنېدو له پاره اقدام شوی، ملګرو ملتونو هر چاته دومره پیسې ورکړې دی چې ایله پرې د کډې چلولو لګښتونه تامین شوی دی. ځینو کډوالو ته په هېواد دننه د ځمکو ورکولو طرحې هم وړاندې شوې دی خو دا طرحې د دې پر ځای چې د کډوالو د بېرته مېشتېدلو له پاره لار هواره کړی، د کډوالو کورنیو لاسونه یې د یو شمېر فاسدو، محلی زورواکانو تر پښو لاندې کړی دی. د ځمکو د توزیع هرې پروژې د فاسدې ادارې او محلی زورواکانو له پاره د لنګې غوا حیثیت درلودلی چې کډوال یې په څرولو ستړی شول.
د کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره یو لړ بنسټیز تدابیر په کار دی چې د ستونزې ټول اړخونه (انسانی او ټولنیز موضوعات، روغتیا، تعلیم، اقتصاد، فرهنګ، سیمه ییزه پراختیا، ملی یووالی او داسې نور…) یې دقیقاً په نظر کې نیول شوی وی.
د کډوالو د بېرته راستنېدو موضوع یو جامع، دقیق، عملی او له اقتصادی لحاظه د پایښت وړ پلان غواړی. دلته به یې په لنډ ډول ځینې ابعادو ته اشاره وکړو.
ننګونې
۱ – د کورنیو قومی، سیمه ییز، ژبنی، فرهنګی او ټولنیز اړیکی
کله چې د جنګ په پیل کې د افغانستان وګړی دسته جمعی مهاجرت ته اړ شول د هر کلی او هرې سیمې وګړو د امکان تر حده هڅه وکړه چې خپل عنعنوی روابط او له یو بل سره د ټولنیزې تړلتیا کورنی جوړښټ روغ وساتی. د یو کلی څو کورنۍ به د مهاجرینو په کمپونو کې هم په یوه ګاونډ کې سره راټولېدې چې عنعنوی اړیکی سره و نه پاشل شی. په وروستیو وختونو کې چې د مهاجرینو د کمپونو عمومی جوړښتونه بشپړ شوی وو، که نوی کډوال به ورتلل نو په یوه متشکل، متجانس ټولنیز جوړښت کې به یې د ځان له پاره ځای پیدا کاوه. د مهاجرینو کمپونه له ټولنیز اړخه د کلیوالی او ښاری مناسباتو د یوې منفردې ګډولې په شکل تنظیم شول چې نه کلیوالی پاتې شول او نه پوره ښاری شول.
که څه هم د کلونو په اوږدو کې کمپونه په یو ډول نیمه ښاری جوړښتونو بدل شول خو د پیوستون عنعنوی اړیکی پر خپل حال پاتې شول. بل لوری ته د دویم او دریم نسل په را پورته کېدو، د نفوسو په زیاتېدو او د کلیوالی اړیکو په کمزوری کېدو ډېر خلک چې پخوا یې په کلی کې ایله ګوزاره کېدله، څلوېښت کاله وروسته یې وروستی نسلونه له خپل اصلی ټاټوبی سره ډېر کم اقتصادی او عاطفی ارتباط ساتلای شی.
په ګاونډیو هېوادونو کې له ژوند کولو سره افغان کډوال که څه هم په «څو ژبی» فرهنګی چاپېریال کې پاتې شول مګر د افغانستان د ملی او رسمی ژبو سره اشنایی یې تر ډېره محدوده شوه. په بل عبارت که له جنګه مخکې ښارمېشتو افغانانو کولای شول چې تر یو حده په پښتو او دری دواړو افهام او تفهیم وکړی اوس دا حالت د پخوا په څېر طبیعی نه دی پاتې.
په دې شرایطو کې که کډوال بېرته په کتلوی بڼه راستنېږی نو په کار ده چې نوی ایجاد شوی اړیکی او مناسبات تر یو مناسب حده باقی پاتې شی یانې بېرته راستنېدونکی کدوال باید داسې و نه پاشل شی چې بیا یو نسل وګړی له فرهنګی او ټولنیزو سالمو اړیکو بې برخې شی.
۲- اقتصادی واقعیتونه
څلوېښت کاله پخوا افغانی ټولنه تر ډېره کلیوالی ټولنه وه چې د معیشت عمده برخه یې پر کرنه ولاړه وه. د جنګ په اوږدو کې یوه برخه پخوانۍ ابادې ځمکې شاړې شوې خو د شاړو ځمکو د ابادېدلو بهیر ټکنی شو.
د کورنیو د غړو ډېرېدل او د استوګنځی د ستونزو پراخېدل د دې باعث شو چې په ډېرو سیمو کې کرنیزې ځمکې د کورونو د ابادولو له پاره وکارول شی.
د دې تحولاتو یو مستقیم اثر دا شو چې ډېری هغه وګړی چې تر جنګ د مخه یې په کلی کې ګوزاره ممکنه وه، اوس نه شی کولای چې په خپلو پلرنیو ټاټوبیو کې د خپل ژوند د دوام په اړه فکر وکړی او مجبور دی چې په ښاری مرکزونو کې مېشت شی.
د بېرته راستنېدونکو له پاره د مېشتېدنې د یو معقول سیاست نه شتون د دې لامل شو چې شته ښارونه په انارشیکه توګه پراخه شی او ښاری پراختیا د یو منسجم ښاری سیاست پر ځای د یو ډول سرطانی ودې قربانی شی. پخوانی ښارونه له حده ډېر ستر شول، د اوبو طبیعی زېرمې او د ځمکو نوعیت د چاپېریال له شدید تخریب سره مخ شول.
صنعتی فعالیتونه چې د ښاری ژوند یوه بنسټیزه مشخصه ده رامنځ ته نه شول او د افغانستان ښارونه په یو مصنوعی خدماتی اقتصادی چاپېریال کې یوازې د نفوسو د تراکم ساحې پاتې شوې او د ښاری فرهنګ د ودې له پاره یې لازم زېربنایی او روبنایی شرایط برابر نه شول.
که د مېشتېدنې له یوه جامع او معقول سیاست پرته په ملیونونو کډوال راستانه شی نو هم به کلیوالی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شی او هم به ښاری چاپېریال د لا سرطانی کېدو تر ګواښ لاندې شی.
۳- د اراضیو مدیریت
د ځمکو مدیریت د افغانستان د حکومتولۍ هغه برخه ده چې لا تراوسه پرې د پام وړ کار نه دی شوی. په عنعنوی توګه په افغانستان کې د ځمکو ستونزې ته یوازې د ملکیت او مالیې له زاویو کتل شوی دی. د ځمکو د ستونزې په اړه چې په تېرو لسیزو کې کومې ادارې را منځ ته شوی د همدې سیاسی لیدلوری پر بنسټ دی. حتی د ۱۳۹۷ کال وروستۍ پرېکړه چې د ځمکو خپلواکه اداره یې د ښارجوړولو له وزارت سره یوځای کړه دا خبره لا ډېره جوتوی چې حکومت د ملی قلمرو د ځمکو د مدیریت له پاره کومه جامعه طرح نه لری.
د کډوالو بېرته راستنېدل کېدای شی چې پر موجودو سیاستونو د نظر د نوی کولو په ترڅ کې د هېواد د فزیکی قلمرو هر اړخیز مدیریت ته هم لاره هواره کړی.
د کډوالو د ژوند ښاری یا نیمه ښاری کیفیت دا ناشونې کړې ده چې کډوال دې بېرته خپلو اصلی ټاټوبیو ته ورشی. نه هلته د ټولنیز پیوستون لازم عناصر پاتې دی (کورنۍ وېشل شوې او خورې ورې شوې دی) او نه د ژوند د اقتصادی اړتیاوو د پوره کېدلو امکانات په کې شته.
بلخوا، موجودو ښارونو او موجودو ښارونو ته په څېرمه سیمو کې د کډوالو مېشتېدل نه یوازې دا چې هغوی ته د ژوند د اقلو امکاناتو چمتوکول ستونزمنوی، تر څنګ یې د ښارونو پر ټولنیز جوړښت هم منفی اغیز ښندی او د ښارونو اقتصادی، ټولنیز، فرهنګی، امنیتی او اخلاقی چاپېریال له شدید ګواښ سره مخ کولای شی.
د کډوالو سوسیولوژی
د افغانستان د کډوالو ستونزې د څلورو لسیزو په اوږدو کې شکل نیولی دی نو واضحه ده چې ټول کډوال د کډوالۍ د عواملو او د کډوالۍ د شرایطو له مخې یو شان نه دی. تر هر څه د مخه لازمه ده چې د کډوالو د بېلابېلو کتلو مشخصات په دقیق ډول وپېژندل شی. په یو آفاقی، لومړنی، سرسری تحلیل کې افغان کډوال پر دریو کتګوریو وېشل کېدای شی:
– په پاکستان او ایران کې مېشت راجستر شوی کډوال
شاوخوا دوه نیم، تر دریو ملیونو کډوال په پاکستان او ایران کې راجستر شوی دی چې اکثره یې له ډېرو کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند کوی.
دا کډوال په ګڼو شمېرو کې هغه وګړی دی چې د جنګی شرایطو تر اغیز لاندې یې خپل اصلی ټاټوبی پرې ایښی او له کلونو راهیسې په دوو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شوی دی. ډېری دا کډوال په خپلو اصلی مېشت ځایونو کې د بیا مېشتېدلو له پاره کافی امکانات نه لری، اقتصادی بنیه یې ضعیفه ده خو د مهاجرت په هېوادونو کې یې ځان ته د یو بې ثباته ژوند دشرایط برابر کړی دی.
دا هغه مهمه کتله ده چې راستنېدل به یې یو لومړیتوب وی.
– په پاکستان او ایران کې ناراجستر شوی کډوال
دا اکثراً هغه وګړی دی چې د وروستیو کلونو د جنګ او نا امنیو له کبله کډوال شوی دی. په دوی کې یو غوڅ اکثریت اقتصادی کډوال دی چې د مهاجرت په هېوادونو کې په سختو نا مطمینو شرایطو کې ژوند کوی.
د دې کډوالو بېرته راستنېدل هم اړین دی خو په غالب ګومان به دا وګړی په داوطلبانه شکل هېواد ته راستنېدلو ته په اسانه زړه ښه نه کړی.
– په نورو هېوادونو کې افغان مهاجرین
هغه افغانان چې بریالی شوی دی چې په غربی هېوادونو او د خلیج په هېوادونو کې ځای پر ځای شی، که هغه د جنګونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ دی او که د اقتصادی عواملو پر بنسټ یې د کډوالۍ لاره نیولې ده، غالباً دې ته نه حاضرېږی چې په داوطلبانه ډول بېرته راستانه شی.
کله چې د کډوالو د بېرته راستنېدلو پر مسئله غور کوو نو لومړیتوب باید د لومړۍ کتګوری کډوالو ته ورکړل شی.
دریمه کتګوری مهاجرین په هېڅ ډول د جمعی بیا راستنېدلو له پاره لېوالتیا نه لری او دویمه کتګوری که د فرصت طلبه دریځ له مخې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه بېرته راستنېدو ته حاضر هم شی په لنډه موده کې به د بیا مهاجرت هڅه وکړی. د دویمې کتګورۍ کډوال غوڅ اکثریت په هېواد کې دننه کورنۍ اړیکې او مېشت ځایونه لری، نو د کډوالو د بیا راستنېدو عمومی طرح باید دا حالات هم د امکان تر حده په نظر کې وساتی.
د افغانستان حکومت ته په کار ده چې هم د خپل ملت د ګټو د خوندی کولو په پار، هم د خپل امنیت وضعیت د ښه کېدو له پاره او هم د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوی په خاطر او هم د نړۍوالو تعهداتو د عملی کولو په منظور د لومړۍ کتګوری کډوالو د بېرته راستنېدلو له پاره لازم تدابیر ونیسی.
د افغانستان امنیتی او سیاسی شرایط دا ایجابوی چې د مهاجرینو د بېرته راستنېدلو موضوع په راتلونکو دریو کالو کې په اساسی ډول حل شی. تر اوسه د افغانستان حکومت د کډوالو په داوطلبانه راستنېدلو ټینګار کوی او تر یوه حده نړۍواله ټولنه هم له همدې نظریې سره همغږې ده. د دې نظریې منفی اړخ دا دی چې په داوطلبانه توګه د کډوالو بېرته راستنېدل په عادی شرایطو کې د مدیریت وړ خبره نه ده.
دافغانستان د ملی منافعو تقاضا دا ده چې د راجستر شوو کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره مشخص، سنجول شوی، زمان بندی شوی پلان جوړ شی. د دې پلان له مخې باید د دریو کالو په اوږدو کې هر کال د یوملیون تنو د بیا مېشتولو له پاره امکانات ترلاسه شی.
د تېرو کلونو د مهاجرینو د بیا مېشتولو ناکامې تجربې باید نورې تکرار نه شی. د مهاجرینو د راستنېدلو له پاره په کار ده چې حکومت یوه جامعه طرح ولری او ټول درې ملیونه وګړی د یو منظم، زمان بندی شوی پلان پر بنسټ بېرته راستانه کړی او په هېواد دننه یې مېشت کړی.
د بېرته راستنېدو له پاره په نخښه شوی کډوال په دوو ډلو وېشل کېدای شی:
د ټولو کډوالو شاوخوا شل سلنه به داسې وګړی وی چې د خپلې اصلی استوګنې په ځای کې به هم د ټولنیز پیوستون لازم اړیکی لری او هم به د مېشتېدلو غوښتنه او یو څه امکانات لری. دا کډول چې و پېژندل شی، نو باید ورته د مرستې یو مشخص پکېج ورکړل شی او په خپله خوښه د بیا مېشتېدنې اختیار ورکړل شی.
شاوخوا اتیا سلنه کډوال به داسې خلک وی چې د جنګ په اوږدو کلونو کې یې په خپل اصلی ټاټوبی کې د بیا مېشتېدلو له پاره انګېزه او امکانات له لاسه ورکړی وی. دوی ته باید د بیا مېشتېدنې له پاره هم د استوګنځی غم وخوړل شی او هم د اقتصادی فعالیت. که دا وګړی پر خپل حال پرېښودل شی نو ډېر ژر به بېرته د کوردننه بې ځایه شویو لښکر سره یو ځای شی. دا وګړی، چې شمېر به یې غالباً د یونیم ملیون تنو شاوخوا وی، د بیا مېشتېدنی ملی پروګرام کې د شاملېدو وړتیا لری.
د کډوالو د بیا مېشتېدنې ملی پروګرام
د کډوالو بیا مېشتېدنې ته د پورته ذکر شویو ننګونو په پام کې نیول سره د هېواد په کچه د یو منظم، عملی، زمانبندی شوی او تمویل شوی پروګرام اړتیا ده.
۱- مېشت ځایونه
د ځمکو د مدیریت اصل ته په کتو په کار ده چې د کډوالو د بیا مېشتېدنې له پاره د هېواد هغه سیمې په نظر کې ونیول شی چې ځمکې یې ډېرې او نفوس یې کم دی. د نفوسو تراکم (پر هر کیلو متر مربع د اوسېدونکو شمېر) یو مناسب شاخص دی.
همدا راز لازمه ده چې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې له پاره داسې شرایط برابر شی چې هم د بیا مېشتېدنې پروسه له انسانی اړخه د زغملو وړ وی او هم له اقتصادی اړخه پایېدونکې وی.
د کډوالو د بیا مېشتېدلو له پاره باید لازمې جغرافیایی ساحې داسې انتخاب شی چې نه یوازې د کډوالو راتګ پر ځایی ولسونو و نه غمېږی بلکې برعکس د کډوالو راتګ د هغو سیمو او ولایتونو له پاره د پرمختګ او ټولنیزې-اقتصادی پیاوړتیا یو مهم محرک ځواک شی.
د بیا مېشتېدنې له پاره به په لومړی نظر کې د پینځه زره کورونو ښارګوټی یو مناسب ظرف وی.
د یو نیم او دوو ملیونو کډوالو د بیا مېشتولو له پاره د شاوخوا درې سوو زرو استوګنځایونو اړتیا لیدل کېږی چې په شاوخوا شپېتو، پینځه زره کوریزو واحدونو (ښارګوټیو) کې تنظیمېدلای شی.
دا ښارګوټی باید د یو معقول، تخنیکی لحاظه دقیقاً سنجول شوی ښاری پلان له مخې داسې جوړ شی چې له هماغه پیله په کې په ښو شرایطو کې عادی ژوند ممکن وی، د ښار پراختیا په کې په نظر کې نیول شوې وی او د هېواد په لوی اقتصاد کې خپل ځای و موندلای شی. د دې ښارګوټیو اساسی ځانګړتیاوې داسې اټکل کېدای شی:
- پینځه زره کورونه: دا کورونه باید د یو متوسط فامیل د اوسېدو له پاره مناسب وی خو د دولتی ځمکو بې رویې بندولو ته به زمینه نه برابروی. په یو سل او پنځوسو مربع مترو کې د څلورو خونو، پخلنځای او تشناب تر څنګه یو کوچنی انګړ به مناسبه طرح وی. ټول کورونه به د یوې نقشې له مخې، یو ځای جوړېږی.
- هر ښارګوتی به د یو نیم مېګاواټ په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید امکانات ولری.
- د ښارګوټی د کانالیزاسیون، برېښنا او اوبو رسولو شبکې او سهولتونه به له هماغه پیله په نظر کې نیول شوې وی.
- د کوڅې په کچه د کوچنیو هټیو، د مشخص شمېر کورونو د بلاک په کچه د محل تجارتی مرکز، درملتون، مسجد، ښونځی لازم تسهیلات او د ښارګوټی په سطح اداری مرکز (ښاروالی، امنیت، عامه خدمتونه)، لېسې، عیدګاه، عمومی مارکېټ او… د اساسی اړتیاوو په لړ کې راځی.
دوکانونه او مارکېټونه به د لومړیتوب د حق پر بنسټ د ښارګوټی اوسېدونو، د شاوخوا ولسوالیو او اړوند ولایت پر پانګوالو د دولت له خوا پلورل کېږی. همدا راز به د ښاګوټیو اړوند کرنیز جوړښتونه هم د ښارګوټیو اوسېدونکو ته د پیسو په مقابل کې وېشل کېږی. له دې درکه لاسته راغلی وجوه به د ښارګوټی د عامه تاسیساتو د تمویل له پاره کارول کېږی.
- ښارګوټی ته څېرمه د پینځه سوو شاوخوا د خوراکی موادو د تولید فارمونه
- …
د نفوسو تراکم ته په کتو د نیمروز (۴)، فراه (۹)، هلمند (۱۵)، غور (۱۷)، بدخشان (۲۰)، کندهار (۲۰)، پکتیکا (۲۱)، بادغیس (۲۲)، هرات (۳۱) هغه ولایتونه دی چې د ښارګوټو د جوړولو له پاره به مناسب وی. البته د بدخشان غرنۍ جغرافیه به د ډېرو مهاجرو د هرکلی له پاره مساعده نه وی. د غور ولایت، کېدای شی د ډېرې تکیې وړ وی، ځکه چې د نوو ښارګوټو جوړېدل به په هغه ولایت کې د اتصالاتی زېربناوو له پراخېدو سره مرسته وکړی او د هېواد دغه مهم ولایت به له جغرافیایی-مواصلاتی بندښت څخه راوباسی.
په دغو ولایتونو کې د ښارګوتو ځای پر ځای کول به ځمکو ته د لاسرسی له اړخه کمې ستونزې جوړې کړی او ولایت ته د نوو، ښاری اوسېدونک په راتلو به په کې د متوازنې پراختیا له پاره لا ډېر سهولتونه رامنځ ته شی. همدا راز د هېواد له بېلابېلو جغرافیو او قومونو په یو ځای کولو د ملی یووالی له پروسې سره هم مرسته کېږی.
۲- د ملکیت اصول
د ښارګوټو د جوړولو مهالوېش ته په کتو به په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت کډوال د بېرته راستنېدلو په ملی پروګرام کې تنظیمېږی. د بیا مېشتېدلو له پاره به طرح داسې جوړېږی چې هم په کې د امکان تر حده د کډوالو غوښتنې په نظر کې ونیول شی، هم په نوو جوړو شویو ښارګوټو کې دیموګرافیک انډولونه او د ټولنیز پیوستون اصول مراعات شی.
د ښارګوټو د جوړولو په چارو کې د استخدام لومړیتوب به هغه کډوالو ته ورکول کېږی چې په همدغو ښارګوټو کې مېشتېدونکی دی، په دویم قدم کې به د اړوندو ولسوالیو اوسېدونکی او په دریم قدم که به د شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکی په دې ښارونو کې په کار ګومارل کېږی.
کورونه به مېشتېدونکو کډوالو ته په ښارګوټی کې د پرله پسې پینځو کالو اوسېدلو د ژمنې پر اساس وړیا ورکول کېږی. په دې پینځو کالو کې به کور د دولت ملکیت وی، څوک به یې د پېر او پلور او په کرایه ورکولو حق نه لری.
له ښارګوټیو سره تړلې کرنیزې ځمکې به په ښارګوټیو کې پر مېشتېدونکو کورنیو په ټیټه بیه، په اقساطو پلورل کېږی. د دغو ځمکو د پېر او پلور له پاره به خاص شرایط وضع کېږی چې د ځمکو د مافیاوو د فعالیت مخه ونیول شی.
پورته یاد شوی چوکاټ به دا شونې کړی چې د ښارګوټیو له جوړېدو سره سم به د ښارګوټیو د اقتصادی ژوند بنسټونه هم رغول شوی وی.
۳- زمانی چوکاټ
د ټولو کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره درې کاله وخت په نظر کې نیول کېږی. د بیا مېشتېدنې پروسه به په لاندې پړاوونو کې تنظیمېږی:
- د کوربه هېوادونو او نړۍوالې ټولنې په مرسته د راستنېدونکو کډوالو عمومی سروې.
د دې سروې په ترڅ کې به دا هم جوتېږی چې څومره وګړی کومو ولایتونو ته استول کېږی.
- د سروې په نتیجه کې، د تمویل سرچینو ته په کتو د ښارګوټیو د جوړولو پلان
- په تدریج سره د ښارګوټیو جوړول او د اړوندو کډوالو انتقال
- د یو کال له پاره د نوو راستنو شوو کډوالو د مجدد اسکان له پاره د مرستو پروګرام
د پروګرام له پیله، که شپږ میاشتې د سروې او د ښارګوتو د طرحې او ډیزاین له پاره ځانګړې شی او په اوسط ډول د هر ښارګوټی د جوړولو له پاره شپږمیاشتې وخت په نظر کې ونیول شی نو د کډوالو لومړۍ جوپه به د پروګرام تر پیل یو کال وروسته وطن ته راشی.
په دغه یو کال کې به د ناراجستر شوو کډوالو او د هغو کډوالو د بیا راستنېدلو کار پر مخ وړل کېږی چې په داوطلبانه ډول خپلو اصلی مېشت ځایونو ته ورګرزی.
د لومړیو ښارګوټو له اماده کېدو سره سم به د دوو کلونو په اوږدو کې هره میاشت شاوخوا سل زره کډوال بېرته راستنېږی.
۴- تنظیم
د کډوالو د بېرته راستنېدو او بیا مېشتېدو د پروسې د بریالۍ اجرا له پاره د یو خاص مدیریتی چوکاټ جوړول حتمی دی.
د کډوالو د راستنېدو پروسه باید د یوې واکمنې او ځواکنې مرجع له خوا رهبری شی. دا مرجع، کېدای شی چې یا د ملی امنیت شورا یو معاونیت وی او یا هم یو خاص کمیسیون وی چې مشری یې په خپله ولسمشر یا د ولسمشر په نامه د کډوالو په چارو کې د ولسمشر خاص نماینده کوی او د مهاجرینو، ښارجوړولو، کورنیو چارو، مالیې وزارتونه او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به یې د وزیرانو یا د معینانو په سطح غړیتوب لری. ټولې ادارې به د کډوالو د چارو په ارتباط دې کمیسیون ته ځواب ورکوی. واکمنه مرجع به په خپله، په هره میاشت کې یو وار، د پارلمان د دواړو خونو د اداری هیأتونو ګډ مجلس ته ګزارش ورکوی.
لیکوال: نجیب منلی