مقاله

د جنګونو په دې ښار کې، زه د مینې کیسې غواړم

هغه ورته په داسې انداز کتل چې تا به وېل ساه یې بنده شوې ده. غواړی ساه ایستل زده کړی او ژوندۍ پاتې شی. سترګې یې عجیبه وې. دومره عجیبه چې شاید زمونږ په نړۍ کې ونه اوسی او یا شاید دغه سترګې وی خو قاتلې وی، خونکارې، ګنهنکارې وی.

د هغه کتلو مې وجود زیږ کړ. زړه مې وریږدېد. هر نظر یې خوند راکاوه. په وجود کې مې یې پټ شوی راز نورو ته ښکاره کاوه.  هغه بل څه و. عجیبه و. نوی و.

هغې یې پروا ونکړه. غوښتل یې موضوع بدله کړی. له سپین رنګه لویې کاسې یې یوه دوه الوچې راواخیستې. د الوچو رنګ زړه راښکوونکی و. شاید په زرګونو زړونو چې هغوی ته یې کتل او د هغوی په تصویرونو کې یې ځان لیدلو  بغاوت جوړ کړی و. شور و.

هغه ورته وویل زه ستا له هغو لاسونو سره حسادت کوم، چې ویښتان دې له مخه لېرې کوی. هغه ګوتې چې دې د صورت یوه برخه لمس کوی. ور نیږدې شو. ویښتان یې له مخه ترې لېرې کړل او ښه په ځیر یې ورته وکتل…

دا خبرې په دوی سختې تمامې شوې. خونه یې پریښوده. څادر یې راټول کړ. ورو یې د تلویزیون د آف بټنه ووهله.  تر یوې شیبې وروسته د راډیو څخه په نری او بې خونده آواز کې یې سندره واورېده. “بلایم در پس پیسه خدا دختره بیاره…”  او ستا سترګې لا هم د خاموشه برقی آلې تورې ښیښې کې نغښتې دی. په هغه څه فکر کوې، چې مونږ یې د ذهنیتونو دنیا بولو. په هغو ادبیاتو کې ورکه یې چې مونږ او نوره نړۍ کاروو. دلته ټول کسان له مینې سره نا آشنا دی. څومره یو بل ته ارزښت ورکول ورته پردی کار ښکاری. څومره یې د سترګو له کونجو د نورو له مینه ناکو الفاظو سره حسادت کړئ؟

له یو کس سره مینه کول، که دې ملګرې/ملګری وی، یا بله هره اړیکه څومره په نفرت سره پالو. دومره غمونه پکې ځای کړو، چې د مینې خواږه ترې کډه وکړی.

یو وخت یوه نړېواله رسنۍ وه. تصویری راپور یې برابر کړئ و. خبریاله د ګلونو له ګېډۍ سره د هغو میینانو سره ولاړه وه چې په مینه یې له یو بل سره واده کړی و.  د ولنټاین یا د مینانو په ورځ یې د کابل په یوې مشهورې سیمه کې چې ډېر کله پکې ګلان پلورل کیږی ولاړ و او یو بل یې په ښکلو او رنګینو تحفو نازول.

ته دې راپور ته خوښه یې په مینه یې ګورې. لا دې په خپلو خیالاتو کې غرقه یې. یو غږ راشی. غوږونه څک کړې. “دا پردی پاله رسنۍ خو په هیڅ نه پوهیږی. په هلمند کې څومره کسان مړه شول خو دوی د مینې چړچو پسې اخیستې. دا وطن ولا که جوړ کې”. ښکنځلې هم واورې… ورپسې یو بل ورو غږ واورې “خدای خبر چې دې خبریالې ته به چا ګلان ورکړی وی، سوچ کُپر دی او په کړس خندا”.

ته لا هم ددې جرآت نلرې چې دغو ملت پالو ته ووایې که یی  په مینه ونه ګـټې په ټوپک او نفرت خو یې قرآن که وګتې. دغو کسانو ته دومره ویلی نشې که مو کورنۍ له نفرته ډکه وی، که مو بنیاد کرکې ایښی وی نو جوړیدونکی نه یو…

ته به غواړې د خپل میین د خپل ژوند ملګری لاس ونیسې. د جنګونو په ښار کې د مینې کیسې وکړې. ته غواړې یو څو مینه ناکې خبرې واورې. ته دې په خیالونو کې د دوه میینانو د زړه آواز رسمول غواړې. ته غواړې د ماښام له تیارې سره سم د ژوند ملګری لاس ونیسې. په سړکونو او سپینو واورو قدم ووهې. ته لاهم دې ته شیبې شمېرې چې میین یا د ژوند ملګری دې درته د مینې ترانه زمزمه کړی. ته دې ته شیبې شمېرې چې یو ځای ته سفر وکړې. د دوه کسانو  مینه ناک سفر. په دې سفر کې هره هغه شیبه انځور کړې، چې ورسره مخ کېږې.

ته غواړې منډې ووهې. ته لا هم دې ته خیال ګورې چې د میین سره دې نڅا وکړې. ته دې ورځې ته شیبې ګورې چې د مین د خوښې وړ خواړه تیار کړې. د هغه سترګو ته په کتلو کتلو خواړه وخورې. ته غواړې مینې ته دې ډالۍ واخلې. ته غواړې د یو چا زړه لاسته راوړلو لپاره د هغې، هغه ناز ومنې او هر څه په ورین تندی ومنې.

ته غواړې د هغو شیبو انځورونه واخلې چې په پټه دې د مین یا مینې سره په چکر وځې. ته غواړې قهوه خانې ته لاړه شې. د قهوې غوښتنه وکړې. د میین سترګو کې دې دومره غرقه شې، چې قهوه دې سړه شی. ته غواړې هیڅوک درته په بدو ونه ګوری.

 ته غواړې د مین یا میینې سره دې د کور، دفتر او نورو مهمو کارونو کې ونډه واخلې. ته غواړې مین دې ویښتان لمس کړی. د متن د لیکلو  په وخت دې چې ویښتیان په سترګو مزاهمت کوی، یو دوې نورې ګوتې وی، چې له مخه دې ویښتیان لېرې کړی. ودې نازوی. ته غواړې په نیمه شپه دې له خپل مین سره ووځې د ستورو شمېرل پیل کړې.

 ته غواړې د خپل مین په غیږ کې سر کیږدې او ښې ډېرې کیسې وکړې. ته غواړې خپل مین ته د مینې لیکونه ولیکې. ته غواړې چې له کاره راشې او د مین او مینې سره دې په خلاصه غاړه ستړی مه شې وکړې. ته غواړې د سمندر شګې په یبلو پښو لمس کړې. ته غواړې د ریل ګاډی د روانېدو په وخت خپل مین ښکل کړې. ته غواړې هیڅوک درته ګوته وونیسی. ته غواړې چې کله یو ښه کار ترسره کوې ونازول شې. وهڅول شې.

ته غواړې د واده په کلیزه کې دې ساحل ته د نیږدې میز سفارش ورکړې. یو څو شمعې بلې کړې. دوه ګیلاسونه ډک کړې. دوې هیلې ژوندۍ کړې. ته غواړې د میینانو په ورځ رخصتی واخلې. د ښار په منځ کې له خپل میین سره لاس په لاس وګرځې. هوا بارانی وی. د باران له هرې قطرې خوند واخلې. د رنګینو پوقانو څخه تار خوشی کړې. پرې یې ږدې چې آسمان ته والوزی. خوند ترې واخلې. ته غواړې ژوند وکړې او په دې ژوند کې دې بل هیڅوک درسره شریک نه وی. ته غواړې له ټولو وتښتې.  ته غواړې مینه جرم نه وی او د خیالونو له دې خوبه کله هم راویښه نشې.

د میینانو ورځ مبارک

لیکواله : فرشته غنی

د سپین ژوند، ژیړ رنګ کتاب یوه برخه

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا