روایت

ماه جبین

لیکواله: لیمه نیازۍ

سهار دی او ساړه دی، زه او همکار مې په باغ زنانه کې د څو موټر چلوونکو ښځو په تمه وو چې ټلویزیونی راپور پرې جوړ کړو او د افغان مېرمنو د پرمختګ یو تصویر وړاندې کړو.

دغو څلورو ښځو د طالبانو له حکومته وروسته په لومړی ځل لینی ترانسپورت کې کار کاوه او د سوپر کیشتم یا مینی بس ډرېورانې شوې وې.ټولې د ستاینې او حیرانتیا وړ وې چې په کابل غوندې یونا امنه او سړی خوره ښار کې داسې بې پروا او خواریکښه ښځې هم شته، مهمه نده چې له بې وسۍ راوتی که له ذوق او خوشحالۍ، مهمه دا ده چې راوتلی او توانیدلی دی مثبتې ثابتې شی.

ماه جبین پکې یوه وه، ځواکمنه، باجراته، خندانه او مهربانه. په ډیرو کالیو کې پوښلې وه، ښکلې وه خو سینګار یې نه وه کړی، معلومیده چې ټول فکر او ذکر یې خپل کار او یوې وړې لورکۍ ته دی.

دفتر یې په همدې باغ کې وه او له همدې ځایه به ټولې له خپلو موټرونو سره د کابل ښار بیلابیلو برخو ته تلې او سورلۍ به یې وړې راوړې. په ورځ کې به یې ۷ یا ۸ ساعته کار کاوه.

ماه جبین خپله وړه لور دفتر کې پرېږدی او خپله په موټر کې کینی، موږ هم ورسره کینو او د یو خصوصی پوهنتون په نجونو پسې روانیږو. هغه راته په لاره کې ډیرې کیسې کوی، له خپله کاره ډېره راضی او خوشاله ده، خوله یې له خندا او ښو خبرو نه ټولیده، دا کار ورته لوی غنیمت ښکاریده.

کیسې مو ډیرې شوې، ورته مې ویل: خاوند د څه کار کوی؟

وې ویل: خاوند مې دوه نیم کاله مخکې سرطان و او مړ شو، هغه د پلار او مور یواځینی زوی و.

و مې پوښتله: ایا اوس له خسرګنۍ سره اوسیږې؟ ځواب یې نه و. وې ویل خسرګنۍ مې ویل که دا نجلۍ (ستا لور) هلک وای او تا د لور په ځای زوې درلودلای، موږ به ساتلې وې، خو اوس مو نه یې پکار، په هره خوا چې ځې لاړه شه.

ماه جبین ته مې وکتل او ورته و مې ویل: لور دې نامخدا ښکلې او هوښیاره ده.

ماه جبین وویل: هو مور ته یې شوې ده او وې خندل.

د ماه جبین پلار لس کاله مخکې وژل شوی و، خپله کورنۍ یې هم په ښه اقتصادی وضعیت کې نه وه، خو بیا هم هغه لکه غر د ستونزو په وړاندې ولاړه او د سین د څپو په څېر روانه وه.

ما د هغې لاسونو ته کتل چې په څه مهارت موټر چلوی، ژوند ته امیدواره ده او د نامعلوم سرنوشت د ګټلو هڅه کوی.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا