که سوله راشی، سنګره ته به ځم …
لیکواله: لېمه نیازۍ
کاشکې سوله راشی او زه د لغمان له مرکزه د الینګار په لور وخوځیږم، د الینګار سیند خواته په غټو ګټونو کینم او عکسونه واخلم، بیا تر سنګره پورې پیاده لاړه شم او په پټیو کې وګرځم، ناوکۍ غره ته وخیژم او مسافر ولی کې دعا وکړم، د کلی وروت (رود) ووینم او له چینې یې منګی راډک کړم.
کاشکې سوله راشی چې د کلی ښوونځی کې له دولسو کلونو وروسته د نجونو کتارونه ووینم، د واده شویو ښځو د سواد زده کړو کورس ته ورشم او د کلی ټولو نجونو کابلی ته په مینه وګورم.
کاشکې سوله راشی چې د ماشومتوب په یاد سنګرکې لنډ کالی واغوندم او لنډ وېښتان وګرځم چې د کلی ماشومان راپسې کتار کتار روان شی. کاشکې سوله راشی چې په غرونو کې نانګه او مماڼې او شنې ټولې کړم او د پلار د کیسو په رقم مې په رښتیا خوږې د برڼې ژاولې پیدا کړم او خوند ترې واخلم.
کاشکې سوله راشی چې دې کوشتانیانو دیرې ته ورشم او ښایسته کوشتانیانې ووینم، د اوږدو ویښتانو افسوس وکړم، د پاولیدارو شرنګاه واورم او دې پنیر اصلی خوند وڅکم.
کاشکې سوله راشی چې د سنګر د درې اوږده او نیږدې تصویرونه واخلم، د سیند د اوبو شرنګا ریکارډ کړم، د ګلانو او سنځلو تر څنګ سټنډ اپ ورکړم او له خپلې خبریالۍ خوند واخلم.
کاشکې سوله راشی او هغه کلا له کلونو وروسته وګورمچې لومړۍ ساه او لومړۍ ژړا مې پکې پیل شوې او خاپوړې مې پکې کړی او په خټینو زینو یې ښکته او پورته شوې یم.کاشکې سوله راشیچې د ماشومتوب ملګرې مې وګورم، په تناره کې پښې ګرمې کړم، په نغری کې ډیسې پخې کړم. کاشکې سوله راشیچې یو ځل بیا د کلاوانو له سپی او کلنګی چرګانو وډاره شم.کاشکې سوله راشی چې یو ځل بیا سنګر کې ژوند جاری شی.