مقاله

زندان که له زندانه بهر …

لېمه نیازۍ

په دفتر کې ناست کسان په خپلو کمپیوټرونو کې مصروف وو، همکار مې په ډېرې خواشینۍ وویل: “الله فوزیه رحیمی عروسی کرد.” موږ جالبه خندا وکړه او ومو پوښتل چې ایا ته پرې میین وې؟ هغه لا هم “څکڅک” کول ویل نه، یاده ورزشکاره مې ملګرې وه، خفه په دې یم چې نور به ورزش و نه شی کولای.

څو دقیقې مو په دې بحث وکړ چې ولې په افغانستان کې واده د لوستو او پرمختللو ښځو لپاره یو سرخوږی او زندان جوړیږی؟ ولې باید ښځې له واده وروسته په خپلو جامو کې بدلون راولی؟ ولې باید فېسبوک او نور اکونټونه وتړی؟ ولې باید دنده پرېږدی؟ ولې باید څه و نه لیکی؟ او ولې له نورو سړیو سره له خبرو منع شی؟ دغه بحث له ډیرو نورو پوښتنوسره مل و، خو دا بحث پرته له یو کس څخه په نورو سړیو ښه نه لګیده او نه یې غوښتل کومې پایلې ته سره ورسیږو.

باور دی، هره سندرغاړې یا ټلویزیونی ویانده چې په پرده رانغله باید واده یې کړی وی.

عمه مې ډاکټره ده، د پوهنتون دورې د هغه استاد چې د نجونو پر وړاندې متعصب و او په واقعی معنا یې ښځې انسانانې نه ګڼلې، کیسه یې کوله چې استاد تر هغه وخته پوهنتون کې نجونو ته روحی او روانی صدمه رسوله او بې دلیله یې ناکامولې، تر هغو چې د ده ښځه د ولادت پر مهال یوه نارینه ډاکټر عملیات کړله.که څه هم دغه کار یوه عادی کړنه ده، خو د دغه استاد لپاره یې د رسوایی او شرم معنا درلوده.

په افغانستان کې خلک په تمه دی چې لومړی ښځو ته ضرورت پیدا کړی او بیا ورته ښه راغلاست ووایی، دلته د ښځې هیڅ ډول ارزښت او هیله په پام کې نه نیول کیږی او دا سړیان دی چې بې له کوم دلیله یې په ښځو د تمدن دروازې تړلې دی.

ښځه غرونو ته ځی او لرګی راوړی، له پټیو واښه راوړی، سیند ته لاړه شی؛ اوبه راوړی، صحرا ته لاړه شی؛ رمې پیایی، خو نه پریښودل کیږی چې په غره کې چکر ووهی، په پټیو کې عکسونه واخلی، سیند کې ولامبی او صحرا کې منډې ووهی.

اصلا د ښځو لپاره دا یو ناورین دی، باید هغه لاره وټاکی چې میړه یې وایی یا یې دا غواړی.

ډېرې سیاستوالې او په ټولنه کې مطرح ښځې پاشلی کورنی ژوند لری، طلاق شوی دی یا یې طلاق اخیستی او یا هم پرې دویمه ښځه راغلې ده.

په افغانستان کې ګډ ژوند د ښځې لپاره زندان جوړیدلای شی، دا ټولنه لا هم د نرواکۍ په وروستی حد کې ده. دا ښځې دی چې د واده او “پرمختللی یوازې” ژوند کولو تر منځ باید یو وټاکی، باید وټاکی چې د کور ښځه شی که د کار، زیار، پرمختګ، مدنیت او د نورو ډیرو پلانونو او هیلو ښځه چې دا یې له ځان سره لری؟

افغانستان لا هم هغه ډول سړیان نه دی زیږولی او نه یې دی روزلی چې د خپلې ښځې په ازادی باور ولری، باور ولری چې واده د ښځې د حقونو زندۍ کول نه دی او باور ولری چې یو ځل ځان د ښځې په ایینه کې وګوری او فکر وکړی چې له یو عمر درس او زحمت وروسته په کور کیناستل څه معنا لری؟ کار کول څه معنا او د پرمختګ لپاره خوب لیدل څه معنا؟

دا ښځې دی چې دواړو خواوو ته یې کندې دی، دا ښځې دی چې یا باید د فمینیزم پر څپو ورګډې شی او د تل لپاره د سړیو له منګولو ځان خلاص کړی، یا دې ته اماده شی چې واده یې له اسمانه ځمکې ته را ګوزارې کړی او له هر څه یې بې برخې کړی.

ولې باید ښځې په خپل انتخاب کې غور و نه کړی او ولې باید یو تور ذهنی د ژوند ملګری وټاکی؟ په افغانستان کې څومره سړیان دی چې له واده وروسته د خپلو ښځو پر ازادیو باور لری؟ ولې باید له کوژدې مخکې ښځې ته ووایی او شرط کیښودل شی چې نوره ټلویزیون ته مه ځه، شعر مه لیکه، ورزش مه کوه، سندرې مه وایه، دنده مه کوه او نیم ژوند وکړه خو نیم مه کوه.

ښځې دې هېڅکله هغه مالداره خاوند پسې نه ګرځی او نه دې ټاکی چې هرڅه د دې په خدمت کې کړی خو دا دې په کور کینوی او له پرمختګه دې سترګې پټې کړی، هیڅ ښځه دې د پیسو پیدا کولو لپاره بهر کار کول نه پلمه کوی او د مالدار خاوند په درلودلو سره دې په کور نه کینی.

هغوې چې د واده د اهسته برو، سپینې جامو او یو لاس تازه یا پلاستیکی ګلانو پر سر قمار وهلای دی، اندازه ورته لګیدلې چې له ښوونځی، پوهنتون او کار کولو وروسته کلونه کلونه شاته تګ او صفری نقطې ته رسیدل څه معنا لری.

دا له مدنیت سره اشنا ښځه ده چې فکر کوی او تصمیم نیسی چې کوم لور باید وټاکی. دا له مدنیت سره اشنا ښځه ده چې فکر کوی او تصمیم نیسی چې په زندان کې اوسی، که له زندانه په بهر دنیا کې.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا