مقاله

د بنګی غاړه مې شنه

نجیب منلی

د بنګی غاړه او د سپین غره لمن، هغه شنه او دا سپینه (یا هم خړه). د دواړو تر منځ د وصل ریښۍ د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څېره: استاد سعدالدین شپون.

د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچاکېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر تخت کښېناست. کورنۍ یې لوستې وه. پلار یې د دولت په دستګاه کې د ځآی او مقام خاوند و. د ننګرهار له خوږیاڼیو د کندوز خان آباد ته کډه شوی وو. دبنګی پر غاړه لوی شوی سعدالدین کابل ته راغی او دلته د نوی کول له نوو افکارو سره یو ځای د افغانستان سیاسی او فرهنګی ډګر ته ننوت. هغه مهال افغانستان، او په خاص ډول کابل د نوو، بدلون غوښتونکو ځوانانو د مبارزو میدان و.

سعدالدین شپون که له یوه لوری د بدلون د بهیر لاروی و، له بل لوری یې ملی واقعیتونه هم له پامه نه غورځول. هم یې د آمو په څپو کې د درقد د څنډو ویلی کېدلو ته د شمال له لوری د ګواښوونکی ښامار د رانېږدو کېدو د خبرداری په سترګه کتل او هم یې د افغان کارګر په لاس د سالنګ د غره په سوری کېدلو کې د نوی عصر، د نوی انسان د ځواک او هیلو رڼا لیدله.

له امریکې یې د ادبیاتو ماسټری راوړه. په کابل پوهنتون کې یې د اشرف غنی، حکیم تڼیوال،بهاءالدین مجروح او نورو په ملتیا په افغانستان کې د علم او علمی څېړنو له پاره له ولسونو سره ناسته ولاړه درلوده. یو وخت د ملګرو ملتو په یو دفتر کې مامور شو او له همدې ځایه، د ثور له کودتا وروسته د بل شوی اور لمبو مهاجرت ته اړوېست. په پېښور کې یې هم د بنسټپالو له نېشونو سره ګوزاره ونه شوه، اروپا ته ولاړ او د کوپن هاګن په یو پوهنتون کې یې په تدریس پیل وکړ. وروسته د امریکا غږ راډیو پښتو خپرونې ته ورغی چې له دغه ځایه یې خواږه، تاوده غږ هم د مهاجرینو په کمپونو کې د بې کوره افغانانو خېمی وښورولې، هم یې د جهاد په سنګرونو کې جنګیالیو ته د مینې او مقاومت پیغام ورساوه او هم یې په ښارونو کې د خپلو خلکو جونګړو ته د یو بل راتلونکی خبریوړ.

له جنګه مخکی یې شعرونه او لیکنې په دولتی چاپی رسنیو کې خپرېدلې. د افغانستان د نوی نسل د لیکوالو په سرلارو کې راته. د جنګ په کلونو او له هېواده لېرې یې د خپلو خلکو د ژوند تجربی هم د راډیو له څپو خپرولې او هم یې د شعرونو، لنډو کیسو او ناولونو پر پاڼو راټولولې.

سعدالدین شپون د یو ځانګړی سبک خاوند لیکوال و. د مشاهدې دقت یې د انالوګ تورو سپینو فلمونو وضاحت درلود. د خلکو خبرې یې د خلکو په ژبه کولې. جدیت او طنز، خیال او واقعیت یې داسې سره اوبدل چې د هنر د زربفتو ټوکر یې ترې جوړاوه.

په سیاسی او ټولنیزو لیکنو کې یې د موچیو ځالې راپارولې. هغه واقعیتونه چې نور یې د استعارو او کنایو په زرو پردو کې رانغاړی، داسې په زغرده ویل چې د لوستونکو زړه ته به یې لاره کوله خو کله کله به یې ځینې زړونه ځورول هم.

شپون ولاړ. جنت دې یې ځای وی، خو د پښتو ادب په اسمان کې یې پوره ورشو تشه توره پرېښوده. ګوره چې کوم ستوری به راځی او دا ځای به ډکوی.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا