تحلیل

دکابل امنیتي پلان دچا لپاره؟

په کابل کښي دروان کال دمی میاشتي پریودیرشم تاریخ باندي دباروتو یوډک ټانکر موټرو چاودیدې چي په نتیجه کې یې تر 600 سوه بیګناه افغانان مړه کړل، افغان ولسمشر وعده وکړل چي دی به داختر په اوله هفته کې یوه اجماع جوړوي ترڅو دکابل لپاره یو دقیق امنیتي پلان جوړ کړي، پسله یوې نیمي میاشتې ددوې امنیتي پلان دا شو چي دکابل په دروازو کې به سکینران لګوي، دارګ او وزیر اکبرخان په ساحو کې به غټ موټران نه پریږدي!

 ټول عصري حکومتونه عمومي پالیسې جوړوي. خو دا وار کابل دخندا وړ پلان جوړ کړیدي! په جایزه کې باید (صفر) ورکړل شي، ځکه عام ولس فکر کوي چي امنیتي پلان به ددوې لپاره جوړیږي خو حکومت اوسني پلان دځان لپاره جوړکړیدي ځکه کله چي د ټانکر لاره د ارګ او وزیر اکبرخان څخه واړوي ددي معنی دا ده چي ولس دی ومري خو حکومت دي ژوندی وي.

اغیزمن دولتونه یوازي دارګ شاوخوا نه بلکي، خپل ټول قلمرونه اداره کوي دخلګو او دهوسایني لپاره کار کوي. دکمزورو دولتونو ځانګړتیا داده، چي دبې قانونۍ، دولتي فساد، دمخدره مواد و سره په مبارزه کښي پاته وي. غربت له ګنټروله وتلي وي عدالت په پیسو رانیول کیږي دډیموکراسي صرف تبلیغ کیږي، مالیات نه شي راټولولای دبرق پیسي به یې طالب ټولوي، لکه په مکسیکو کې چي دتېلو پیسي دزورواکو جیب ته لویږي.

ناکامه دولتونه بیا اصلا حکومت نه لري، جنګ‌سالاران به یې خلګ دبزکشۍ دمیدان څخه بیایې او جنسي تیرې به پرکوي ملیشاوي او دتاریاکو قاچاقبران هرڅه چي غواړي هغه کوي بېله ټوپکه بل قانون وجود نه لري. یوازي خارجي مرستي دا ډول دولتونه دله منځه تللو څخه راګر ځوي. داسي امنیتي پلان چیرته چي ولس ته فایده پکي نه وي څه معني لري؟ په ځان مرګو حملو کښي ملت وژل کیږي امنیتي پلان دولت دځان لپاره جوړوي.

دولت که غواړي چي رشتیا امنیتي پلان جوړکړي باید لاندي مرحلي تطبیق کړي:

1- دولت دي دعام ولس ترمنځ خاصتا په ښارونو کښي داسي فورمې وویشي چي دامنیت راوستلو په باب طرحي وغواړي، طرحي دي ارزیابي شي او ټرټولو د ښه طرحي خاوند/ خاوندانو دي په انعام سره ونازول شي.

2- په سرحداتو کي سکینران ولګول شي، لکه تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، حیرتان، خلاصه هرچیرته چي موټر افغانستان ته داخلیږي باید سکین شی. هغه موټر او انفجاریه مواد چي پربله لاره افغانستان ته راځي دښارونو په دُخولي دروازو کښي باید سکین شي. په کوم ځاي کښي چي سکینر امکان نه لري، باید هلته دولتي ځواکونه/ تلاشي دسکینر ځای ونیسي.

3- غیرله رییس‌جمهور نه دټولو دیپلوماتانو او دپارلمان د وکیلانو موټران دي تثبیت او د تورو ښیښو څخه پاک کړل شي.

4- دټرافیکو ریاست دي وزارت ته لوړشي مسؤلیتونه او صلاحیتونه دی اضافه شي، دترافیکو ریاست باید په داسي ټیکنالوژی باندي سمبال شي چي ټول موټران بایُومیټریک او سیسټم ته ور اپلُوډ شي هغه موټرچي ددولت څخه مخالفینوته په لاس ورځي که مخکي له مخکي په GPS سمبال شوي وي په اسانۍ سره دولت کولای شي چي پیدا تشخیص او واپس یې ونیسي، تاسو ته معلومه ده چي څوځله پردولت باندي ددوي په دموټرانو په واسطه حمله شوي ده ښه مثالونه یې دمزار شریف پر شاهین قول اردو باندي حمله، او د جولاي د شلم تاریخ دهلمند دګریشک پر ولسوالي باندي دطالبانو حمله چي ددولت دزغره وال ګاډو په واسطه یې وکړل.

5- دولت باید خپل استخبارات قوي کړي، دتروریزم سره د مبارزې لپاره دي یو لوی معینیت ایجاد اومسلکي کسان دي وګمارل شي.

لیکوال: نجیبالله علیزي

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا