مقاله

په نجلۍ څوک نه ویاړی| هشت خاطرۀ برتر

فرشته غنی فرزند غلام‌حیدر در سال ۱۳۷۵ در ولسوالی اسمار ولایت کنر تولد شده و در سال ۱۳۹۲ تعلیمات خود را در لیسه قلعه کاشف تمام کرده و فعلا مصروف فراگیری حقوق و علوم سیاسی در یکی از پوهنتون‌های خصوصی است. بانو غنی، شاعر، نویسنده و خبرنگار افغان است که نویسندگی به زبان پشتو را از صنف نهم مکتب آغاز نمود و پس از آن مقالات و گزارشات او در بیشتر رسانه‌ها به چاپ رسیده است که یکی از مشهورترین داستان‌های وی به‌نام « د پښتون لور یم د چا زوی خو نه یم» می‌باشد. فرشته جایزه بهترین کارمند سال را از کلید گروپ، جایزه آزادی را در سال ۲۰۱۶ از سوی اجتماع جامعه مدنی و تقدیرنامه‌های زیادی از سوی نهاد‌های مختلف به‌دست آورده است.

د ۱۵۰ تنه ښځینه خبریالانو په منځ کې مې د آزادۍ ایواړد واخیسته. له دفتره په پوره خوشحالۍ ووتم. موټر کې وم. ځان سره مې د بریالیتوب نوې ماڼۍ آبادولې. ګمان مې کاوه، چې وروسته له دې به بیخی زیاته پرمخ ځم. له ځان سره مې ډېر خوبونه ولیدل، خو د خیالونو دا نړۍ مې د کورنۍ د یوه غړی زنګ ونړوله.

ځواب مې ورکړ. له هغې خوا په تنده لهجه راته وویل شول، ته خبره وې، چې هغه بنسټ دې له ژوند لیک سره انځور هم خپروی؟

هڅه مې وکړه، قناعت ورکړم، خو خبره مې یې ونه منله. په وروستیو څو ټکیو کې یې راته ووېل هغه بنسټ ته زنګ ووهه چې انځور دې لېرې کړی. خلک به څه وایې؟

زړه مې مات شو.  که څه هم وروسته له هغه مې زیاته هڅه وکړه.هغه خاطره هېره کړم، خو بریالۍ نشوم. د کورنۍ هغه کس مې وروسته پښیمانه و خو زما د هیلو او امیدونو کښتۍ یې په سیند لاهو کړې وه.

همداسې یو څه بیا راسره تکرار شول. ومې غوښتل هغه څه چې مې له ځان سره لیکلی دی. کومې لیکنې چې کلونه مې ساتلی. ورو ورو، یې خپرې کړم. دا لیکنې ادبی بڼه لری. خوښې مې دی. د زړه بړاس مې ورسره کمیږی. کله نا کله یې له مینې لیکم او مینه ناکه فضا پکې انځوروم، خو کله مې بیا ډېره وژړوی. هره یوه کرښه کې یې درد پروت دی.

شاید هغه لیکنه چې ما په راه مدنیت ورځپاڼه کې خپره کړه، لوستونکو ته دومره خوندوره نه وی، تمامه شوی، خو ماته یې ځکه خوند راکه، چې زما او د ګڼو نورو انسانانو ژوند پکې انځور شوی و.

دا لیکنه مې په خواله رسنیو کې زیاتو دوستانو خپره کړه. ما هم ووېل راځه که دومره ښه وی، نو  زه به یې هم په خپل وال خپره کړم. له هغې لیکنې سره مې انځور خپور شوی و. ملګرو مې ډېره خوښه کړې وه. د خواله رسنیو په فالورو او ملګرو کې مې ډېره تکړه لیکوالان هم شته. د دغو خلکو او هغه کسان چې مې په کاری چاپیریال کې پیژندل عکس العمل یې ډېر ښه و. لا نوره یې وهڅولم چې، ولیکم او پرته له ډاره یې خپاره کړم.

معمولآ کله چې یو ښه کار ترسره کوې. زیاتره توقع دې د کورنۍ له مشرانو غړو وی. غواړې د هغوی د سترګو تور و اوسې. هغوی دې وهڅوی. د پر مخ تلو توان درکړی. قدر دې پرې زیات شی.

هغه ورځ مې یاده ده، کله چې کورته ولاړم، خاوند مې زیات خوښ شو. آن د ګلانو په ګیدۍ او یو ښکلی قلم یې ونازولم. د هغه دغه کار مې په روحیې ښه اغیزه کړې وه، ګمان مې کاوه، نور نو په خپله خوښه لیکنې کولی شم او هغه څه چې لیکم د قدر وړ دی. په خونه کې ناسته وم. د کورنۍ بل غړی چې مې له ټولو مشر دی. “نوم او موقف یې نه یادوم” راغی/ راغله. پرته له مقدمې یې راته ووېل ښه اوس خو دې انځورونه هم خپروې. پرته له ډاره یې په خواله رسنیو کې وینو. مونږ خبر نه، ته آسمان ته وختې. خلک به څه وایې؟

په دې سره مې زړه وریږدېد. په شونډو مې خوره شوې مسکا ټوله شوه. سکوت مې وکړ. په خاموشۍ کې مې غرقه شوم. زړه مې لا ټکانونه کول. ورځپاڼې ته مې نشوی ویلی، چې له لیکنو سره مې انځور ددې لپاره مه خپروه، چې زه هلک نه یم او زمونږ کورنۍ په نجونو ویاړ نه کوی. بلکې دومره پرې شرمیږی، چې خلکو ته پورته کتلی نشی. که څه هم زمونږ په کورنۍ کې د اکثره نارینه غړو انځور خپرول پرته له مقدمې هم عیب نه دی. دومره ودردېدم، چې لا تر اوسه چې د کمپیوټر په کیبورد ګوتې وهم. سترګو کې مې نم ځای نیولی. ستونی مې له ډېره درده پړسېدلی. له ځان سره فکر کوم، شاید بیا هم ته دویم جنس یې. دا خبرې معمولآ راته دا بیانوی، چې لا هم یوه نجلۍ د عقېدې، فکر او خپل نظر آزادی نلری. د هغه مرغۍ په څېر ده چې که هر څومره پورته والوزې، یوه ورځ به دې وزر پرې کیږی او په ځمکه به لویږې.

له ډېره وخته مې دا ځوروی، چې ولې مې له خپلو لیکنو سره خپل تصویر نه خپریږی؟ په شخصی ژوند او کاری چاپیریال دواړو کې مې خپلې هیلې تر پښو لاندې کړی. زه پنځه کاله کیږی، په رسنیو کې کار کوم او اوس په یوه معتبره نړیواله رسنۍ کې په کار بوخته یم، خو له دې سره هم باید د فکر او بیان آزادی ونلرم. تر دې مخکې چې مې څومره لېکنې خپرې کړی یا په مستعار نوم وې، یا پرته له انځوره وې. تل مې خپل شخصیت پټ ساتلی. یواځینی دلیل یې و، چې هلک نه یم او افغانان په نجونو نه ویاړی.

لیکواله: فرشته غنی

نوشته‌های مشابه

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا