تحلیل

نوروز، زموږ فرهنګي شتمنۍ

په ۱۸ لسمه پیړۍ کې صنعتي انقلاب اروپایي ملتونه له نورو څخه په چټکۍ سره برلاسه کړل. دغه تحول د یوه فکري انقلاب نتیجه او پایله وه. اروپایانو د نوي صنعتي امکاتو پر مټ، ډیر ژر په دې وتوانیدل چې د وروسته پاتې هیوادونو ملي مقاومتونه مات او د خپل قدرت لمن له افریقا څخه تر هند او چین پورې و غړوي. همدغه بریاوو اروپایي استعمارگرو ته دا ذهنیت ورکړو چې ګواګي افریقایي او آسیایي ملتونه له معنوي پلوه وروسته پاتې او بې فرهنگ دي. دغه ذهنیت څه نا څه د ختیځ پیژندنې، د آثارو ژباړې، او د شرقي فرهنګونو سره د اروپایانو له تعامل وروسته بدلون وموند. کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده، له جنګ څخه کرکه او ترخه تجربه، د دې سبب شوه چې استعماري سیاستونه او ښکیلتیا له ۱۹۶۰ کال څخه وروسته په ډیرو افریقایي او آسیایي هیوادونو کې په مستقیم توګه پای ته ورسي. له همدې کبله ډیرو هیوادونو خپل استقلال تر لاسه کړو او د نړۍ په جغرافیه کې، نوي هیوادنه اضافه او ځینې حتی نوې ژبې د ملي ژبو په توګه انتخاب کړې. په دغه دوره کې هر هیواد په دې هڅه کې وو چې خپل تاریخي ویاړونه او فرهنګي پانګه تعریف او پیاوړي کړي.

البته دا باید جوته شي چې فرهنګپالنه او د ملي هویت لپاره هڅې د نوي ملي دولت (دولت-ملت) جوړولو له پروسې او د فرانسې د لوی انقلاب څخه وروسته پیلیږي او دغه لړۍ  د یوه غیر لیبرال ناسونالیزم د رامینځ ته کیدو او هان د دوهمې نړیوالې جګړې سبب هم ګرځي. جالبه ده چې په دغه وخت کې ډیر هیوادونه په دې هڅه کې وو چې ځان ته د تاریخ په اوږدو کې نوي روایتونه پیدا او ځان د بشري ټولنې د تمدن یوه مهمه برخه وګڼي. د مثال په توګه ځیني کرواشیایان داسې تیوري ګانې رامینځ ته کړې چې ځان یې آریایان ګڼل چې ریښي یې اوسني ارغنداب او د کندهار سیمو ته رسیدلې.

له دغه تاریخي لنډې سریزې څخه موخه دا ده چې فرهنګي غښتلتیا د بشري ټولنې د تمدن هنداره ګنل کیږي. ځکه چې فرهنګ زموږ  هویت جوړوي او د همدغه بډایه یا فقیر فرهنګ پر بنسټ نور ملتونه موږ پیژني او له نورو څخه بیلوي. که چیرې موږ خپل تاریخ ته وګورو نو وینو چې موږ د یوه لوی فرهنګي میراث خاوندان یو او په دغه میراث کې نوروز ځانګړۍ ځای لري. نوروز اوسمهال د افغانستان، ازربایجان، هندوستان، ایران، عراق، قزاقستان، قرغیزستان،پاکستان، تاجیکستان،ترکمنستان او ازبیکستان ګډ غیر ملموس فرهنګي میراث ګڼل کیږي او په بیلابیل ډولونو لمانځل کیږي. افغانستان ته د اسلام  له راتګ څخه وروسته، ډیر پخواني رواجونه بدلون وموند او نوروز هم خپلې ژورې او لوړې تجربه کړي. د تاریخي روایاتو پر اساس، نوروز د عباسیانو په دوره کې لمانځل کیدو او وروسته د خراسان محلي حاکمانو هم دغه دود ژوندی وساتو او په دې ډول تر موږ ورسید.

د نیکونو میراث

د (مولتی کلچرلیزم) د پوهانو له نظره، فرهنګي حق یو اساسي حق دی چې له هغو خلکو څخه چې یو خاص فرهنګ پورې تړلي دي، باید و نه اخیستل شي، کنه دغه کار فرهنګي استبداد ګڼل کیږي. له همدغه منظره، حتی پر هغه دموکراتیک نظامونو نیوکه کیږي چې غواړي مهاجر او پناه غوښتونکي په خپل غالب فرهنګ کې جذب او استحاله کړي. په اوسني وضعیت کې چې زموږ هیواد له فکري پلوه د دیوبند د آرماني مکتب* د فکري اغیزې او نفوذ لاندې راغلې، نوروز او زموږ د نیکونو دغه میراث ته هم د یوې پردۍ پدیدې او بدعت په سترګه کتل کیږي. په هماغه توګه چې د اسلام په ټول تاریخ کې له نوروز او نورو فرهنګي دود او دستورونو سره په تساهل او نرمۍ چلند شوی، نوروز ته هم باید د یوې فرهنګي پانګې په توګه و کتل شي چې زموږ د هویت او فرهنګ یوه مهمه او غني برخه جوړوي. نوروز په حقیفت کې زموږ د نیکونو د طبیعت د بیا ژوندي کیدلو او لمانځلو یادګار دی چې باید په مناسب ډول ولمانځل شي او تر راتلونکو نسلونو ژوندی وساتل شي:

د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه

بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه

ښکارندوی غوري

*هغه فکري مکتب چې د انګربزانو د برلاسه صنعتي  پرمختګ او هند کې د ښکیلاک په وړاندې په ناامیده فضا کې رامینځ ته شو.

نوشته‌های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

دکمه بازگشت به بالا