مقاله

نن مو د تېر په څېر، سبا به مو څنګه وی؟

د ټول مدنیت په تاریخ کې به مو لوستی وی چې هوښیار ملتونه خپل تاریخ لولی او د تېر له ترخو تجربو څخه پند اخلی، د راتلونکې دغوره ټاکلو لپاره نه پریږدی چې په بیا بیا ډول سره ناکامې تګلارې و ازمایی؛ دا ځکه چې دوی د نړۍ پرمخ له روان پرمختګ څخه وروسته پاتی نشی. نو په کار دی چې د مدنیت تېر ټول اړخونه، اسباب او فکرونه په سمه توګه رهبری شی او نوی پرمختګ ته په اسانۍ ځان ورسوی. نو د هوښیارو ملتونو ټول داخلی اړخونه د هیواد د ښیرازۍ لپاره په یوه غږ، حرکت او هڅې سره د هوساینې منزل ته ځانونه ورسوی.
موږ که د خپل هیواد د مدنیت تاریخ ته پام وکړو په بار بار تکرار سره یوه مشکل څو څو ځله د مرګ کومی ته غورځولی یو. د پښتو یو متل دی چې یو سړی یو ځل د یو سوری نه چېچل شوی وی، دوهم ځل خپله سړی ګرم دی چې لاس وروړی؛ نو موږ ګرم ځکه یو چې بار بار په دښمن باور کوو او سوری ته لاس وروړو، په هر بار مو داسې وچیچې چې تېر مو له یاده وباسی. دې کار ټولنیز معافیت رامنځ ته کړ، خلک له وژلو، ترور، غلا او … سره عادی شول.
له هرې پدیدې سره عادی چلندکوو او هره پدیده مو دومره تکرار کړه چې په معافیت بدله شوه، دا مو خپل راتلونکی نسل د پاره زهر وکرل. د دې عادتونو او معافیتونو له منځه وړل به له موږ ډیر وخت، وسایل اوغښتلی اقتصاد وغواړی. وسیلې دومره وکاریدې چې خلک له شوقه هم توپک له ځان سره ګرځوی، هر څوک په ډېره اسانۍ سره کولی شی کوچنۍ، متوسطه او حتی لویه وسلواله ډله جوړه کړی؛ ملی باورونه، ارزښتونه او له قانون څخه تیښته عادی مسلًه ده.
له دولت سره د خلکو رابطه چې له کومې ورځې خرابه شوه، تر اوسه هوښیار دوښمن نه پریږدی چې دغه رابطه دې جوړه شی؛ بلکی زیات امکانات په همدی لارو چارو لږول کیږی چې د خلکو او دولت ترمنځ دی فاصله زیاته وی، ترڅو دغه ملت د خپل راتلونکې په اړه ناخبره وی او د یوی اوږدې او نه ختمیدونکې جګړې ښکار شی. ځکه چې د دوی ملتونه په ارامه توګه خپل ژوند وکړی، پرمختګ وکړی او د محصولاتو دپاره بازار ولری.
زموږ ډېری ځوانان بې کاره دی، خلک یې داسې دلیل وړاندی کوی چې دولت د کار زمینه نده مساعده کړی؛ خو کله چې یو دولت د نړۍ له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت وی، اکثره بودیجه دې په جګړه مصرف شی چې ونشی کولای چې عامه خدمتونه په اسانۍ سره وړاندی کړی، د حاکمیت په ساحه کې د خدماتو وړاندی کولو ته په ارامه نه پریښودل کیږی، نو معمولآ نشی کولی چې په جنګی ماحول کې دې چاته د ارامه کار کولو زمینه مساعده کړی؛ پس زموږ د ټول ستونزو مور همدغه جګړه ده چې دا دی څو نسلونه مو د دې تورې بلا ښکار دی.
دا چې نن مو هم د پرون په څېر دی که همداسې روان وو، نو سبا به مو هم د نن په څېر وی، که چېری موږ داسې وکړو چې خپل تاریخ وګورو، له هغه عبرت واخلو، سوله افغانی کړو، پردی ایزومونه لری کړو، په خپلو ارزښتونه منګولې ولګوو، ملی باور رامنځ ته کړو، ملی ګټې تعریف او عامه اذهانو ته ولیږدوو، یوبل په غیږ کې ونیسو، د یو بل د شتمنیو د لوټلو فکر لرې کړو، نو په اسانۍ سره به د رفا منزل ته ورسیږو، بیا به مو سبا د نن په څیر نه وی.
محمد اسلم دانشمل

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا