مقالات

ښځې، په ښار او بازار کې| هشت خاطرۀ برتر

پاکیزه آرزو د غزني ولایت اوسېدونکې ده. په ۱۳۶۸لمریز کال کې د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې زېږدلې ده. په۱۳۷۱  لمریز کال کې پاکستان ته مهاجره شوه. له ۱۰ کلنې ګډوالی وروسته چې بېرته راستنه شوه، زده کړې یې له سره پیل کړې، په کال ۱۳۸۸ کې د سوریا له عالي لیسې څخه فارغه شوه او په کال ۱۳۸۹ کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوه او  په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې د لیسانس دوره بشپړه کړه. پاکیزه آرزو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکې ده او کله نا کله په ځینو ادبي او ټولنیزو موضوعاتو مقالې لیکي.

ښځې په ښار او بازار کې، څه اوري او څه زغمي

تېر کال د ژمي اخرنۍ ورځې وې، هوا سړه وه، واوره او باران ګډ اورېدل، د ښار فضا ته یې نوې ښکلا او رنګ ورکړی و. د ښاري ژوند په راشه درشه کې ډواړه انساني ذاته ( نر او ښځه ) ګام په ګام مله روان وو. یوه لاروي خپل ملګري ته وویل: « ښځې په دغسې ورځ ولې له کوره راوځي، دا هوا ګوره او دوی ګوره، چې چترۍ په سر نیولې روانې دي، کراري دې په کور کېني، له دوی کار څه غواړي.» ملګري یې ځواب ورکړ، « یاره، کار مار نه شته، مستې دي، چکر ته راوتې دي.»

د تېر مني ګردجنه او سپېره ورځ وه، د ده افغانان  په لور په تونس موټر کې څلور نجونې راسره ناستې وې. له موږ څخه دوې په  خپلو تمځایونو کې کښته شوې. موټر د ښار په لور وخوځېده. موتر چلونکې د موټر راډیو روښانه کړه. د ویاند له یو څو خبرو وروسته سندره پیل شوه. « یک نګه سویت نکنم، دلم در میګره، شانه به مویت نکنم، دلم در میګره… » څنګ ناستې نجلۍ ماته وکتل، زموږ نظر یو و ، نجلۍ له موټر چلونکې د سندرې د بندېدو غوښتنه وکړه. موټرچلونکې ورته وویل: « ایقه که بي بي حاجي هستي، تکسي برایت میګرفتي.» نجلۍ ځواب ورکړ، « نزاکت اجتماعي را مراعات کو، حق نداري بالای مردم آهنګهای عجیب غریب را بشنوي.» موټر چلونکې غوسه شو، « مه رادیو ره ګول نمیکنم.» دې غالمغال کې سندره هم ختمه شوه، نجلۍ په دهن باغ کې له موټره کښته شوه. د نجلۍ له کښته کېدو سره موټر چلونکې یو دم تقریر پیل کړ، « از خانه پتلون پوشیده او آرایش کده میبرایه، ده دفتر خدا میدانه چه کارها میکنه، باز ایجه خوده برای ما بي بی حاجي جوره کده.» د دې خبرو په اورېدو  زه هم خپل منزل تر رسېدو مخکې کښته شوم او  داسې کانه را وشوه لکه، له بارانه چې ناوې ته ودرېدم.

دا ځل کرولا ډوله ښاري موټر ته پورته شوم، مخکې سیټ کې کېناستم، لومړۍ خبره دا وه، « د دوو کسانو کرایه راکوې » ما ځواب ورکړ« هو مجبوره یم د ځان او غایب کس کرایه هم پرې کړم.» د موټر راډیو روښانه وه او بعد له خبرونو د آزادي راډيو یوه خپرونه پیل شوه. موضوع  یې په کلي او بانډو کې په دلان باندې وه، ویاندې د دلانونو صفتونه کول. دې وخت کې شاته ناست کس په غوسه شو، « تو سیل کو  ای فاحشه ره، خود شان ده قصرها زنده ګي میکنن و مردم بیچاره ره میګه که دلان جور کنین.»  یوه بل کس وویل: « ده رادیو های تمام دخترا همی قسم است.»

منزل مې نږدې او ښار کې دوړې بادېدې، د موټر  بدلو حوصله راسره نه وه، خپل فیسبوک پاڼه مې کتله او د دوی خبرو ته مې ارزښت ور نه کړ. د ښار په سړکونو کې ټکسي په دوړو کې پټه شوه، له دوړو وتلو وروسته، شاته ناست کس وویل: « قهر خدا است، ولا ده ای وطن ایتو کارهای خراب میشه، اګر آتش هم بباره کم است.» هغه ما باندې غږ وکړ، « چطو خواهر ګپ مه راست نیست؟» ما ځواب ورکړ، « هو، هر ورځ سلګونه بې ګناه انسانان مري، د چهاراهي صادارت د ځانمرګي برید مثال مې ورکړ چې سلګونه انسانان شهیدان شول همدا دوړې به د الله ج قهر وي.» سړي زیاته کړه « ولا خواهر چه بګویم او مسله کشتن و کشتن یکطرف، مګر فساد هم زیاد است. « دیروز دو دختر ده تکسي بالا شد، هر دویش سګریت میزد، میترسم خداوند باران سنګ نه بارانه.» ما ورته وویل: « فکر کوې دا غضب د نجونو د سګړیټ په خاطر نازل دی؟» ده وویل: «ها دیګه» نوره مې خبره ورسره اوږده نه کړه، د ده منطق په «ها دیګه» کې راته معلوم شو.

د دې خبرو په اورېدو ما ته هغه د چادري دارې ښځې پېښه را یاده شوه، چادرې داره مېرمنه، د مني په وچ او یخ موسم کې د ښار د لوی مارکېټ د یوه دکان مخ ته ولاړه وه او له دوکاندار څخه یې د پیسې غوښتنې. « پیسې راکړه، ماشوم مې ناروغ دی.» د مشتریانو  په لېدو، دکان دار ښځې ته وویل: « مشتریان راغلي لاړه شه.» ښځه ځای په ځای ولاړه وه نه خوځېده. دوکاندار بیا ورته وویل:« په خبره نه یې، ووځه.» د ښځې په وتلو دوکاندار کنځلې وکړې، « دا بې حیا چادري دارې ښځې، هېڅ شرم نه لري.په خیرات ِغوښتلو آموخته دي.» ما دوکاندار ته وویل: « چې خیرات نه ورکوې د کنځلو حق هم نه لرې.» دوکاندار بیا  سپک ویل شروع کړل، « ته دوی نه پېژنې دا د ورځې خیرات غواړي او د شپې نور کارونه کوي.» یوې ښځې ورته وویل: « ته د دوی له نورو کارو څه خبر یې ؟» « زه څه خبر یم، عالم پوهېږي چې د دې چادري لاندې څومره فساد دی.» د دې خبرې په کولو ښځه دکان ته را ننوته او په قهرېدلي او لړزېدلي غږ یې دوکاندار ته وویل: « زه له تانه خیرات نه غواړم ما ته زما قیمت راکړه.» دوکاندار ورخطا شو، ښځې بیا ورته وویل:  « ته ځان ولې دومره پاک ښیې، زه له تا څخه پور غواړم چې اولاد مې وږی دی، او ته  له مانه زما عزت غواړې، زما چادري ته را مرداره وې، ته  ما د شپې نورو کارونو ته مجبوره وې؟» ښځې ستونی غریو نیولی و په ولوېدلي غږ یې وویل: « زه خیرات نه غواړم، پور غواړم.»

د چادري دارې مېرمنې په مجبورۍ ژړا راتله. فکر مې کاوه،  ټول بازار اور اخیستی او ټول خلک چېغې وهي، خو نه له آسمانه غضب نازل و او نه هم د ډبرو باران اورېده، خو، دې خبرو ته حیرانه وم، چې د مني د دوړو بادېدل د نجونو سګریټ ته توجیه کېده.

دا هغه یوه طرفه قضاوت او کنځلې دي، چې په ښار او باراز کې یې اکثره اورم او زغمم یې او په دې هیله یې په ذهن کې قیدوم، چې یوه ورځ به داسې قضاوت هم وشي او داسې څه به هم واورم، چې « فاحش او فاحشه همجنسه دي.»

پاکیزه آرزو

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا