مقاله

له ښځو سره لاشعوری دښمنی

لیکواله: لېمه نیازۍ

یادېږی مې چې لس یا دولس کاله مخکې زموږ اشنایانو د یوې نجلۍ په اړه کیسه کوله چې له ښوونځی څخه له کوم هلک سره د واده په پلمه تښتېدلې وه، دې پېښې هغوی دومره متاثره کړی و چې خپلې درې لورګانې یې چې د ابتدائیه ښوونځی زده کوونکې وې؛ په کور کېنولې. کیسه پسې وغځېده او ډېرې هغه نورې کورنۍ یې هم اغیزمنې کړې چې اصلاً یې له دې کورنۍ یا د دوې له خپلوانو سره تړاو نه درلود.

فکر کوم هغو کورنیو یا کسانو چې دغه کیسه په خوند او مزه تر نورو رسولې وه، په ناخبرۍ او ناپوهۍ کې به یې دا کار کړی وی او دې ته به یې فکر نه وی کړی چې د دې خبرې په کولو سره به د کورنیو فکر د نجونو د تعلیم په اړه څومره منفی کړی او څومره نجونې به له ښوونځی او زدکړو بې برخه شی.

په ټوله کې اوس د ښځو په وړاندې د منفی خبرو او تبلیغاتو کول په یو عادت او سرګرمی بدل شوی دی، ډېر کسان چې دا کار کوی، امکان لری له کومې ښځې یا ښځو سره به عقدې او سیالۍ هم نه لری، خو دا یې خوښېږی چې په مجلس کې هره کیسه را وسپړی او د یوې نجلۍ د تېښتې معلومات له نورو سره شریک کړی.

څو میاشتې وړاندې یوې رسنۍ په دې اړه یو راپور جوړ کړی و چې له یو ولایت څخه راغلې محصله چې کابل کې پوهنتون ته ځی او لیلیه کې اوسېږی، له یوه ځوان سره اړیکې ساتی او بیا ترې حمل اخلی. راپور په دې اړه و چې ښځې څنګه په پټه خپل ماشوم سقط کوی او یا هم د بکارت ترمیم کوی، خو د نجلۍ کیسې بیا ډېر نور منفی پیغامونه لېږدول چې د لېدونکی یا اورېدونکی په ذهن کې یې د لوستو یا محصلو نجونو په اړه یو ډېر بد تصویر جوړاوه.

حد اقل په سلو کسانو کې چې دا راپور لس کسان هم اغېزمن کړی، د لسو هغو نجونو د تعلیم مخه به ونیول شی چې د روښانه راتلونکی خوب وینی.

که د کانکور ازموینې ته نېږدې دی، د امتحان مخه یې نیول کیږی، که په لیلیه کې وی، بېرته به کور ته راغوښتل کېږی او درسونه به یې نیمګړی پاتې کیږی، که بهر ته د بورسونو لپاره روانې وی، نه به پرېښودل کېږی او همداسې په ډېرو نورو برخو کې د نجونو د پرمختګ مخه نیول کېږی.

هدف دا دی، هغه کسان چې په قصدی یا ناخبره ډول د نجونو یا ښځو په وړاندې منفی تبلیغات کوی، له ډېرو وړو حقیقتونو ډېرې سترې تېروتنې جوړوی او د یوه یا څو کسانو په خاطر د ډېرو نورو نجونو په ارمانونه خاورې اړوی چې دا له ښځو سره لاشعوری دښمنی ده.

په تېرو څو ورځو چې په حکومت کې د ښځو د مقرریانو او د جنسی غوښتنو په اړه کومې خبرې را پورته شوی دی، ډېر کسان بې له دې چې د خپلې خبرو په ډول او پیغام فکر وکړی، هر څه یې په اړه لیکی.

په ارګ کې د کار په مقابل کې د جنسی غوښتنې مساله په ارګ او هغو کسانو پورې اړه لری چې دغه دعوا یې کړې ده، خو پرته له دې چې څوک په قضیه کې ښکېل نه وی او په دې اړه نظر ورکوی، پرته له دې چې افغان مېرمنو ته یې تاوان ورسېږی، بل هېڅ ګټه نه لری.

مهمه خبر ده چې په دې ځان پوه کړو چې دغه ډول بحثونه کولای شی، ښځې یو ځل بیا له نسبی آزادیو بې برخې او کور ناستې کړی؟ لېسانس او ماسټری یې بې ګټې شی؟ له اقتصادی ځواکمنتیا بې برخې شی؟ په ټولنه کې د یوې لوستې یا موثرې ښځې ونډه کمه شی او دغه کار د دوې بل نسل او نورو کورنیو ته وغځېږی؟

اړتیا ده په دې ځان پوه کړو چې که چېرې زموږ د دې ډول منفی تبلیغاتو او خبرو له امله یوې خبریالې، یوې ډاکټرې، یوې فوټبالرې، یوې دولتی کارکونکې، یوې مالی مدیرې او حتی په یوه اداره کې یوې صفا کارې ته د کار کولو او فعالیت اجازه ورنه کړل شی، موږ به په یوه کورنۍ او ټولنه کې د ناورین رامنځ ته کوونکی اوسو.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا