اسلایدشوتحلیل

ټاکنې، د ټاکنو ارزښت او راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې

انجنیر ذکیه وردک

د یوه ولسواک نظام د جوړولو لپاره ټاکنې اصل دی، او د ټاکنو اصل شفافیت او روڼوالی دی. هغه څه چې په ټاکنو کې ډیر ارزښتناک دي. هغه دا دي چې خلک په ټاکنو کې د رایو مرکزونو ته ځي، او د رایو په صندوقونو کې خپلې رایې اچوي؛ ځکه په ټاکنو کې د خلکو ګډون، د سیاسي او ولسواک نظام د ټینګښت ضمانت کوي.

په ټاکنو کې ګډون، په نړۍ کې د هر وګړي د سیاسي او بنسټیزو حقونو په توګه پیژندل کیږي. چې دغه حق بیا د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په اساسي قانون کې په پام کې نیول شوی دی.

د اسلام مقدس دین هم پر حکومت جوړونه کې د خلکو پر ونډې اخیستنې ټینګار کړی، خو «ټاکنې» په نننۍ معنا سره له مشر یا حاکم څخه د خلکو د «بیعت» په معنا راغلې او خلکو ته سپارښتنه شوې چې مسلمانان دې د خپل مشر په ټاکنو کې د وګړنیزو حقونو په پام کې نیولو سره برخه واخلي او خپل مشر دې وټاکي، آن تر دې چې د اسلام په مبارک دین کې د بیعت د مشروعیت حدود داسې دي که چیرته حاکم شخص پر خلکو ظلم کوي او یا د خلکو پر حقونو سترګې پټوي، نو د خلکو له خوا عزل کیږي او پر ځای یې بل کس ټاکل کیږي.

نن ولې مونږ ته ټاکنې ارزښت لري؟

مونږ په يو داسې حالتې قرار لرو، چې جنګ روان دی اما مونږ ته نظام ساتنه له هرڅه اړینه ده، ځکه یو منتخب نظام کولی شي چې د سولې په اړه تضمیني مذاکرات مخ ته یوسي، او روان جنګ ته د پای ټکی کیږدي، یو منتخب نظام کولای شي چې د افغانانو د سرنوشت ټکی پیدا کړي، یو منتخب نظام کولای شي چې په ټولنه کې سالمې سیالیو، د افغانستان پیاوړتیا، د ګاونډیانو سره ښه دیپلوماسي او ښه تجارتي اړیکو، په ټولنه کې د یوبل منلو فرهنګ، عدل، او بالاخره په مسالمت‌آمیزه ډول د واک اخیستلو او پرېیښودلو ته زمینه‌سازي وکړلای شي.

نه په پورته دلایلو د افغانستان هر وګړی چې په شرایطو برابر وي باید خپل ځان د رای اچولو لپاره ځان ثبت کړي، او د افغانستان د سرنوشت په بدلون کې خپله ملي فریضه ادا او ټاکنو کې ونډه واخلي.

مونږ باید په ټاکنو کې بې تفاوته پاتې نشو، ځکه د یوه ملت په تقدیر او قسمت یوازې د هغه ملت خلک بدلولای شي، نو راځئ خپل سرنوشت وټاکو او د خپله ملي، ایماني او وجداني فریضه او دنده ترسره کړو.

تېرو پارلماني ټاکنو کې مو یوه خرابه تجربه درلودله، هغه دا چې د تخنیکي ستونزو له کبله رای ورکونکي ډېر منتظر پاتې شول په ځانګړې ډول مېرمنې، نو دا ځل لازمه داده ځان د ټاکنو لپاره آماده کړو او له ځان سره یو بوتل اوبه او لږ څه خوارکي آسانه توکي واخلو ترڅو چې ستړیا، لوږه او تنده زمونږ د نه رای ورکونې سبب نه شي.

راځی ځانونه دې ته آماده کړو چې د پارلماني ټاکنو تکرار ونشي، نه درغلي وکړو نه هم نور دې ته پریږدو چې درغلي وکړي.

د یو آزاد افغانستان او پرمختللي افغانستان په هیله

نوشته‌های مشابه

یک دیدگاه

  1. انجینر صاحب ذکیه د افتخار وړ ده.
    ستاسی نظریه او تحلیل واقعا درست ده که چیره زمونګ تول سیاسیون داسی تحلیل در لودلی نن به مو داسی حال نوی.

دکمه بازگشت به بالا