مقاله

منظور پښتین؛ د انسانیت لپاره

لیکواله: لیمه نیازۍ

یو وخت مې په فېسبوک کې د پاکستانی پولیسو لخوا د یوه ۶۰ ـ ۷۰ کلن پښتون بوډا د وهلو ویډیو ولیده، دې حد ته یې وواهه چې له خولې او پوزې یې وینې روانې وې.که مجرم وای خو باید حوزې یا د پیښوریانو په اصطلاح تاڼې ته بیول شوی وای او د قانون په اساس جزا ورکړل شوې وای او که مجرم نه و؛ نو ولې دې حد ته وهل کېده؟ ایا چا یې پوښتنه وکړله که نه؟ د حیثیت اعاده یې وشوله که نه؟ بښنه ترې وغوښتل شوه که نه؟

د منظور پښتین په مشرۍ په بنو کې د پښتون ژغورنې وروستۍ او مخکېنۍ سترې غونډې د دې شاهدی ورکوی چې د پښتونخوا پښتانه څومره دردېدلی او مظلوم دی. د بنو په غونډه کې د منظور شاته په لسګونه زره پښتانه ولاړ وو، چې هریوه، یوه خپله، یوه د ګاونډی او یوه د خپلوانو کیسه کوله، د پاکستان په غیر پښتون میشتو سیمو کې د پښتنو د ځورولو او په پښتون میشتو سیمو کې د وژلو، ورکیدلو او نابودۍ کیسې، د مزدور پلار د ورکېدلو کیسه، د محصل ورور د ورکیدلو کیسه، د بېګناه میړه د وژلو کیسه او په سلهاو او زرهاوو د درد او مایوسۍ کیسې.

د پاکستان په غیر پښتون میشتو سیمو کې له پښتنو سره د دا ډول بد چلند کیسې مو هم لیدلی او هم مو اوریدلی. دا هغه څه دی چې موږ نه یوازې د پښتنو، بلکې د انسانانو په توګه خفه کوی. د انسانپالو او هیومنستانو په توګه نه یوازې د پښتنو بلکې د هر انسان په درد، درد راځی او د مخنیوی لپاره یې باید غږ اوچت کړو.

همدا څو ورځې وړاندې مې په ټلویزیون د منظور پښتین خبرې اوریدې. منظور سره له دې چې ستره، ستومانه کوونکې او ستونزمنه مبارزه یې پیل کړې ده، خورا ارام او باعزمه برېښده. یو ځای یې ویل”موږ ایله اوس غږ پورته کړی، دغه غږ به پښتانه دې حالت ته ورسوی چې له ظلم او جبر څخه به خلاص شی”.

که درد نه وی پړسوب نه جوړیږی او که پښتنو درد نه لرلای د منظور شاته دومره ډیر پښتانه نه دریدل. د پښتین شاته دومره درد او د قوم د ژغورلو غټ بوج پروت دی چې د ملګرو زندان او مرګ پرې اغېز نه دی کړی، حتی بندی کېدل هم ځان ته د ویاړ او د خوشالۍ خبره ګڼی.

د منظور په مغزو کې انقلاب څپې وهی او هیڅ څوک نه شی کولای، دی د انقلاب له کامیابولو راوګرځوی، ځکه دا انقلاب د ازادۍ انقلاب دی، د تعلیم انقلاب دی، د پښتونخوا د ښځو د حقونو انقلاب دی، د پښتنو ماشومانو د ښې راتلونکې انقلاب دی او د پښتون د ژوندی پاتې کیدلو انقلاب دی.

زما هیله دا ده چې په دنیا کې هر انسانپال پښتون او غیر پښتون دې د پښتین تر شاه ودریږی او انسانان دې وژغوری. د دغو میلیونونو انسانانو مدنی حقونه دې وژغوری چې آن د یوې سترې ډیموکراسۍ په موجودیت کې ترې اخیستل شوی دی.

هغه انسانپال شاعر چې شعر لیکی یو دې منظور پښتین ته ولیکی، هغه سندرغاړی چې د انسانیت لپاره سندره وایی، یوه دې پښتین ته ووایی، لیکوال او ژباړونکی که د انسانیت لپاره ژباړه کوی یو کتاب دې په پښتین ولیکی یا دې هغه ته ډالۍ کړی، که رسام یا نقاش د انسانیت ښکلا رسموی، یو عکس دې د منظور رسم کړی. مه پریږدئ دا غږ خاموشه شی او د ظلم سکروټې په رزګونه انسانان وسوځوی، کنه په انسانیت هیڅ ایمان داره به د انسانیت لپاره څه نه وی کړی.

که په نیلسن منډیلا، ګاندی او لوترګینګ باورلرئ، په مبارزې یې باور لرئ او د بشریت د پرمختګ او ژغورلو سر لاری یې ګڼئ نو په منظور پښتین یې هم خامخا ولرئ.

د منظور پښتین غږ په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړئ، لیکنې وکړئ، سندرې ووایئ، احتجاجونه وکړئ او هېڅکله غلی مه کینئ، د امجد شهزاد خبره:

د زور خلاف مزاحمت ژوند دی

که نور دې وس نه رسی شور جوړ کړه

د منظور پښتین په وینا”دغه هیلې به پوره کیږی، نه چې خاورې کیږی”.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا